د سوريي په اړه په نړېوال کانفرانس کې چې نن د سویس په مونټرو ښار کې پیل شو، په دغه هېواد کې د روانې جګړې د سوله ییز حل په اړه خبرې او بحثونه کېږي.
ايران ته هم چې د سوريې د رژيم ملاتړى دى، په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکيمون خپله بلنه بېرته واخيسته.
په یوه نوي راپور کې چې د جرمونو نړېوالې محکمې څو پخوانیو څارنوالانو برابر کړی، د سوریې رژیم په زرګونو بندیانو په شکنجه کولو او اعدام تورن شوي دي.
بانکي مون وویل چې ایران ته یي په دې خبرو کې چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ په سویس کې ترسره کېږي، د ګډون بلنه ورکړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د سوریې د ملي ایتلاف پریکړه زړوره بللې ده. د ایتلاف استازیو پرون په ترکیه کې په غونډه کې د سوریې په اړه د جینوا دوه په کنفرانس کې د ګډون په اړه موافقه وکړه.
د سوریې د حکومت په ډلو ویشل شوی اپوزیسون بالاخره د شنبې په ورځ په دې سلا شو چې د سوریې په اړه په هغه نړېوال کنفرانس کې برخه واخلي چې راتلونکې اونۍ په جینوا کې جوړیږي.
د عراق د صدراعظم مرستیال وایي، په دغه هېواد کې د القاعده شبکې د جنګیالو د ماتولو لپاره ملي یووالي اړتیا ده، هغه په امریکا غږ وکړ چې له عراق سره کومک وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن په پاریس کې له خپل روسيي سیال سره د سوريي د جګړې په پای ته رسولو کې د ایران د رول په اړه خبرې کوي.
د سوریې د دوستانوپه نوم ډله نن په پاریس کې غونډه کوي ترڅو د سوریې اپوزیسیون وهڅوي چې د سولې په را روانو خبروکې ګډون وکړي. که څه هم د سوریې حکومت په دې خبرو کې د ګډون...
د مصر د پخواني جمهور رییس محمد مرسي د محاکمې نننۍ غونډه وځنډول شوه. قاضي احمد صبري یوسف د محاکمې دغه غونډه راتلونکې میاشتې ته وځنډوله. د مصر دولتي تلویزیون وویل، د محاکمې تالار ته د مصر د پخواني جمهور رییس را رسیدل د هوا د خرابوالي له امله وځنډیدل.
په عراق کې وروستي تاوتريخوالي د امريکا د بهرنيو چارو د وزير پام هم ځان ته واړاوه. جان کري نن په بيت المقدس کې وويل، واشنګټن عراق ته د خپلو پوځيانو د لېږلو پر مساله...
په بیروت کې له پرونۍ چاودنې وروسته د ایران پلوي شیعیه ډلې حزب الله د لبنان له خلکو وغوښتل چې؛ د هېواد د ورانۍ د مخنیوي لپاره سره یوشي. د حزب الله مرستیال مشر...
نور راوښيه