د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه له فریدې سیال سره
ملګري ملتونه هرکال د اګست ۳۰مه د جبري لادرکو کسانو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځي. په پاکستان کې سږ کال دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړي نن هم په اسلام اباد کې په اعتراضي پرلت ناست او له حکومت غواړي چې خپلوان يې ورته پیدا کړي.
د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه له احمد شیبر سره
د پاکستان په سند کې په مېشتو هندوانو کې د نجونو او پېغلو پر مخ، لاسونو او بازوګانو د خالونو وهلو دود سلګونه کاله مخینه لري. هلته مشرانې ښځې په خورا پخوانۍ طریقه د نجونو پر بدنونو نازک او ښایسته خالونه وهي.
دافغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
خوست او ننګرهار کې د پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بریدونو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي. د طالبانو حکومت د بریدونو په اعتراض کې د پاکستان سفیر احضار کړی او هغوی ته یې د عواقبو خبرداری ورکړی دی.
د نن ورځې مهم او لنډ خبرونه
د پنجاب د میاوالۍ په کوټ چاندنا کیمپ کې د افغان کډوالو یو مشر قدا علي خان ځدراڼ وايي، د پاکستان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او په اسلام اباد کې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته "منت زارۍ" وکړې چې د افغانانو د مهاجرت کارډونو موده دې وغځوي خو هلو ځلو یې نتیجه ور نه کړه.
د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه
د پکتیا کروندګر وايي، سږ کال یې د هندواڼو حاصل ښه دی خو په کورني بازار کې یې نرخ کم دی نو ځکه یې ګټه هم لږه ده.
هایلایټ - لنډ او مهم خبرونه
نور راوښيه