د افغان کډوالو مشر: پاکستان دې افغانانو ته د خپلو مالونو او ګاډو د لېږد اجازه ورکړي
د پنجاب د میاوالۍ په کوټ چاندنا کیمپ کې د افغان کډوالو یو مشر قدا علي خان ځدراڼ وايي، د پاکستان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او په اسلام اباد کې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته "منت زارۍ" وکړې چې د افغانانو د مهاجرت کارډونو (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) موده دې وغځوي خو هلو ځلو یې نتیجه ور نه کړه. نوموړي د اګست پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان حکومت ورته سپینه کړې چې د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د پي او ار کارډ لرونکو جبري اخراج پیلوي. دی وايي، اوس یې غوښتنه دا ده چې پاکستان دې د تورخم او چمن تر څنګ په نورو لارو هم افغانانو ته د ستنېدو او د خپلو ټولو مالونو او لاریو د لېږد اجازه ورکړي.