دا خبر د فرانسې خبري اژانس ورکړی، چې تر اوسه پهدې اړه نور جزیات نهدي خپاره شوي. د اسراییلو پوځ نن سهار د (اکټوبر ۲۶مه) د ایران پر یوشمېر پوځي اهدافو ځوابي هوايي بریدونه وکړل. دا بریدونه وروسته له هغې دي، چې ایران تېره میاشت په لسګونه بالستیک توغندي پر اسراییلو توغولي وو.
له کورنۍ په پټه د کابل پر سړکونو اعتراض او د طالبانو پر ضد غږ پورته کول خپل ژوند په خطر کې اچول دي. راضیه بارکزۍ چې د کابل پر سړکونو له لومړنیو اعتراض کوونکو وه، وايي: "لاریون ته د راتګ پر مهال مې فکر کوه چې بېرته ژوندۍ نه راځم." راضیه د هغو ورځو کیسې کوي چې د طالبانو پر ضد يې اعتراضونه پیل کړل.
د اوکراین باخموت ته نږدې د ازادې اروپا راډیو دوه کارکوونکي د روسي ځواکونو د مرمۍ تر برید لاندې راغلل. خبریال رومن پاخولیچ او فلم اخیستونکی پاولو خودوف دې سیمې ته د بې پیلوټه الوتکو د چلوونکو په اړه راپور جوړولو ته تللي وو چې څنګ ته یې یوه مرمۍ ولګېدله. په برید کې دوه اوکرایني سرتېري هم ټپي شوي.
د محدودیتونو په نړۍ کې ښايي هېڅ د تللو لاره ونه لیدل شي، خو ځینې کسان ښيي چې خلاقیت او اراده کولی شي څو هر سرحد شا ته پرېږدي. معلوله انځورګره زهرا محمدي خپل استعداد، وړتیا او انګېزه نندارې ته وړاندې کوي او وايي: "هېڅ حالت ته تسلیمه نه شوم. برس یا قلم مې په خوله کې ونیوه او انځورونه مې ایستل."
په کابل کې د ترافیکي څراغونو لګول د ترافیکي وضعیت ښه والي او د سړکونو د ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره مهم ګام بلل کېږي. د دې څراغونو لګول کولای شي چې د سړکونو کې تګ راتګ لپاره د خلکو او موټر چلوونکو د پوهاوي زیاتوالي او دغه راز د قوانینو د رعایتولو لامل شي. دا ګام څومره عملي دی؟
دیني عالمان ولې د نجونو د زده کړو په برخه کې طالبان نه ننګوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې د (پوښتنه) خپرونې په دې برخه کې اورو. ملالۍ بشیر د خپرونې په دې برخه کې له دیني عالم فضل الهادي وزین سره خبرې کړي دي.
د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې د کابل پر هوايي ډګر یې راکټي برید کړی دی. دې جبهې ویلي چې د هوايي ډګر پر نظامي برخه یې برید کړی او طالبانو ته یې د سرومال درانه تاوانونه اړولي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې عملیاتو لس دقیقې دوام درلود.
په فرانکفورت کې د کتاب پنځه ورځني نندارتون کې سلو هېوادونو برخه اخیستې چې د افغانستان د پښتو او دري ژبې اثار هم په یوه غرفه کې نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون د تلې یا میزان میاشتې په ۲۵مه پیل شوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.
د کندهار بزګر او د تازه مېوې سوداګر وایي، سږ کال یې د انګورو او انارو حاصل ښه و، خو په هېواد کې بازار نهشته او پاکستان پرې مالیه لوړه کړې ده. دا سوداګر د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې تازه مېوو ته د بازار موندلو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د ازبکستان یو کلی د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو لاسته راوړلو لپاره باید څو کیلومتره لار ووهي. ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له اقلیمي بدلون، په ځانګړې توګه له وچکالۍ زیانمن شوی دی.
د نیمروز ولایت بزګران د کرنې لپاره د کافي اوبو سرچینو له کمښته شکایت کوي او دا کمښت د دې لامل شوی چې حاصلات یې کم شي. دوی په دې برخه کې د واکمنو طالبانو د پاملرنې غوښتنه کوي.
نور راوښيه