د طالبانو لهخوا د ښځو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو له لګولو سره، ډېری ښځو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې، خو په افغانستان کې د غالیو د پلور بازار د پخوا په پرتله سوړ دی. د غالیو صادرونکو ټولنه وايي، د بانکي ستونزو له امله د غالیو صادرات محدود شوي او په ټولیزه توګه د غالیو د پلور بازار سوړ شوی دی.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ درې کلنه دښمني د قومي سپين ږيرو او ديني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه. ځايي خلک وايي، د کورنيو ترمنځ روغه جوړه دوی ته په دوديز ډول له مشرانو ورپاتې چې تر ډېره د جرګو له لارې د خلکو ترمنځ شخړې او ستونزې هواروي. نور پهدې ويډيويي راپور کې:
د پخوانیو کلونو پر خلاف سږ کال دا مراسم یوازې په تکیهخانو پورې محدود وو. په تېرو کلونو کې به د کابل ښار سړکونه په تورو بیرغونو او تورو دروازو سینګارېده، خو طالبانو پر سړکونو دا مراسم منع اعلان کړي دي. یو شمېر ماتم کوونکي د طالبانو پر لګول شویو محدودیتونو ناخوښه دي.
د خیبر پښتونخوا بنو کې سهار وختي د پوځي چاوڼۍ له دیوال سره نږدې چاودنه شوې چې پکې د ښځو په ګډون ځینې کسان ژوبل شوي دي. د سیمې خلک وایي چاودنه زوره وره وه او تر لېرې یې ودانۍ لړوزولی او ښیښې یې ماتې کړي دي. له چاودنې وروسته دغلته د ډزو اوازونه او د یو بلې وړې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال تر برید لاندې راغلی دی. پر هغه د تېرې شپې د برید ډېر جزییات لا روښانه نه دي او انګېزه یې هم معلومه نه ده. نور په دې ویډیو کې:
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ له کبله ۱۶۰ کسان مړه شوي دي. څرنګه کولی شئ له دې ناروغۍ خپل ماشومان وساتئ؟
د اوونۍ پېښو او مسالو ته له یو متفاوت لیدلوري کتنه
د اسیا د تر ټولو شتمن سوداګر مکېش امباني د زوی د واده مراسم د درېیو ورځو په لړ کې نن د هندوستان په ممبي ښار کی پیل شول. ویل کېږي په دې مراسمو کې به ۱۶۰۰۰ کسان کډون وکړي.
ګیله¬من وزیر د جولای میاشتې پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر و. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور تېره شپه په یوه وینا کې وویل، ګیله¬من وزیرد ازاد خان داوړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو او چړو پر سر وهلی و. دا هم ویډیو
ښايي د طالبانو تر بیا واک ته رسیدو مخکې مو د عابدې محمدي رسمونه د کابل پر دېوالونو لیدلي وي. هغه اوس په ترکیه کې ده.
د فرانسې ښي اړخی افراطي ګوند د جولای د اومې د پارلماني ټاکنو کې ونه توانېد څو اکثریت رایې ترلاسه کړي او درېیم ځای ته راښکته شو. په فرانسه کې د افغانانو د ټولنو ځینو غړیو په دې موضوع خوشحالي وښوده چې ښي اړخی ګوند په قدرت کې نه وي او په دې به ونه توانېږي څو د یوځای کېدو پر وړاندې محدودیتونه وضع کړي.
نور راوښيه