د اوکراین د دونیتسک په سیمه کې د کراماتوسک ښار مرکزي سېمې د می په پنځمه د روسیې تر هوایي بریدونو لاندې راغلې. لږترلږه پنځه کسان ووژل شول او څو نور ټپیان شول. د زاپوریژیا په ښار کې بیا د روسیې بریدونو د لږ تر لږه ۱۲ کسانو ژوند واخیست.
وروسته له دې چې امریکا او اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل، یو شمېر افغان کډوال په خپله خوښه له ایرانه خپل هیواد ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړچې په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ به په تدریجي ډول وتړي. په دې اړه نوریاس نوري په پاکستان کې له پخواني افغان ډيپلومات امیرګران سره مرکه کړې او لومړۍ یې ترې پوښتنه کړې چې ایا د دغې قونسلګرۍ تړل کیدل د پاکستان له داخلي امنیت سره تړلې موضوع ده ؟
د افغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپور له مخې په ایران کې قضايي چارواکي تقربیا هره ورځ د اعدام حکم صادروي. په روانه اونۍ کې په ایران کې درې کردي زندانیان اعدام شوي. د زندان له پنجرو له اعدام مخکې د دغو زندانیانو غږیز پیغامونه خپاره شوي دي. نور په ویډیو کې
د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس نن په ډزو سره وژل شوی. د دې پېښې په غبرګون سلګونو کسانو مظاهرې کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مولانا ادریس وژنه غندلې. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د ښځو د حقونو فعالانې ادعا کوي چې دا افغان مېرمن د طالبانو د امر باالمعروف ادارې د یوې ښځینې محتسبې له خوا د حجاب د نه رعایت په خاطر وهل کېږي. نور جزییات په دغه راپور کې
دافغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
د هرمز تنګي د ازادۍ پروژې عملیات پيل شوي. ایران وايي د امریکا یوه جنګي بیړۍ یې نه ده پرېښې چې دغه تنګي ته ننوځي. سېلونو تخار او بدخشان کې څلور کسان مړه کړي. او شکیرا په برازیل کې وړیا کنسرټ ورکړی. دوو میلیونو کسانو پکې ګډون کړی.
نور راوښيه