راپورونه وايي، د دوشنبې په ورځ په تورخم کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. تراوسه هېڅ لوري د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. تر دې مخکې دواړو لوریو څو ځله د ډیورنډ کرښې په بېلابېلو سیمو کې نښتې کړي چې ځاني او مالي زیانونه یې درلودل.
د کابل د لوېدیځ دشت برچي د تېلو ټانک په سیمه کې نن یکشنبه د اسد ۲۱مه د سپرلیو په یوه موټر چاودنه شوې ده. د طالبانو حکومت ویلي، په پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي. خو د سیمې خلکو ادعا کړې چې د مرګژوبلې شمېره ډېره ده. تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴م کال د پاریس المپیک سیالۍ پای ته په رسېدو دي، د ازادې اروپا/ازادي راډیو د دغو تلپاتو سیالیو یو شمېر صحنې چې د دې راډیو د کاري حوزې لوبغاړو په کې ګډون درلود، منعکس کړي دي. د پاریس المپیک سیالیو د اګست په ۱۱مه پای ته رسېږي.
۲۳ کلنې مرجان عزیزي په هرات ولایت کې یوه قهوه خانه جوړه کړې، چې ښځې او نارینه کولی شي په مشخصو ټاکل شویو جلا جلا وختونو کې هلته لاړې شي او قهوه وڅښي. پهدې قهوه خانه کې د مشتریانو لپاره د مطالعې زمینه هم برابره شوې ده.
پرون په ټولنیزو رسنیو کې یوه زړه بوږنوونکې ویډیو خپره شوه، چې پهکې یو ایرانی پولیس له یو افغان ځوان سره د تاوتريخوالي ډک چلند کوي. دا ۱۶ کلن ځوان د مهدي موسوي په نوم پېژندل شوی دی. د مهدي موسوي کورنۍ اوس په یوه ویډیو کې ویلي، هغه "ذهني معلولیت" او د اورېدلو ستونزه لري
فارغان وايي، د دوی نظري زدهکړې ښې وې، خو د عملي زدهکړو لپاره يې اړینې طبي ټکنالوژۍ، وسایلو او نورو امکانات ته لاسرسی محدود و. نور حال د نجیبالله الوخېل په راپور کې:
دوشنبې په ورځ د خوست میخانیکي انسټیټوټ له څلورو څانګو سل تنه نوي فارغ شوي فني او مسلکي ځوانان ټولنې ته وړاندې کړل. یاد انسټیټوټ، چې ۶۷ کاله وړاندې د جرمنیانو په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شوی، دا مهال يې په ۷ بېلابېلو برخو کې شاوخوا یو نیم زر ځوانان د کسبونو پر زدهکړو بوخت دي.
دغه ونه سل کاله پخوانۍ ده او تېر کال وهل شوې وه، خو اوس یې د تنې او کوندې په شاوخوا کې تېغونه پرې شوي دي. د ونې په قصدي وهلو دوه کسان تورن شوي او په ډسمبر کې محاکمه کېږي.
پرون دوشنبې په دوغارون کې د افغانستان او ایران د ځانګړي اقتصادي زون د تېلو په ټانکونو کې پراخ اور ولګېد. د ایران دولتی رسنیو راپور ورکړی چې په اور کې څلور کسان ټپیان شوي دي. د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې د اور وژلو په عملیاتو کې د افغانستان د اسلام کلا بندر اطفائیې هم برخه واخیسته.
د بنګله دېش صدراعظمې شېخ حسینې استعفی کړې او له هېواده وتلې ده. دا وروسته تر هغه چې په پرونیو مرګونو مظاهرو کې لږ تر لږه نوي کسان وژل شوي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د روسیې له زندانه د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خوشې شوې خبریالې السو کورماشیوا خاوند پاویل بوتورین وايي چې دی او بچیان یې د السو د خوشې کېدو په تړاو د خبر تر اورېدو وروسته ډېر احساساتي شوي دي. کورماشیوا د روسیې او امریکا ترمنځ د یوې تاریخي تبادلې په پایله کې د روسیې له زندانه خوشې شول.
نور راوښيه