د ازادۍ راډیو ماښامنۍ خبري مجله - پنجشنبې د چنګاښ ۱۹مه
په خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر نواب امیرزی وايي، پاکستان باید د غلام خان لارې تر تړلو وړاندې افغان تجاران خبر کړي وای چې له تاوانه بچ پاتې شوي وای.
د هند په لویدیز ایالت ګجرات کې د یو پله نړېدو له وجې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او پینځه ژوبل دي. ځايي چارواکي وايي، د جولای پر نهمه د پل له نړېدو سره پینځه ګاډي سیند ته پرېوتل.
د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د طالبانو د مشر د نیولو له حکم وروسته غبرګونونه
د خیبر سفاري په نوم په بخار د چلېدونکي اورګاډی ماشین په لنډي کوتل کې د سیلانیانو لیدو ته ایښوول شوی دی. په هغه اورګاډي کې به سیلانیان له پېښوره تر لواړګي تلل، تاریخي ځایونه به یې لیدل او له مېچنۍ پوستې به یې تورخم او د ننګرهار ولایت نظاره کوله.
په دې خبري ټولګه کې د ورځو مهمو پیښو ته په لنډو کې کتنه شوې ده
۲۲ کلنه مینا ګل د خېبرپښتونخوا د مردان ښار اوسیدونکې د ګوزڼ (پولیو) له وجې په یوه پښه معذوره ده خو نوموړې وايي، خپله معیوبي د ژوند د لارې خنډ نه بولي او د لاسي صنایعو، درزیتوب (خیاطۍ) تر څنګ د سینګارتوکو جوړولو زده کړو ترلاسه کولو وروسته اوس د معذورانو په یو مرکز کې نورو نجونو او ښځو ته تعلیم ورکوي.
اسدالله لودین د نن ورځې مهمو پیښو ته کتنه کړې
هایلایټ - لنډ او مهم خبرونه
د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پيژندنې ته غبرګونونه
نور راوښيه