ازادي راډیو د تصویري او ویډیويي راپورونو د جوړولو لپاره یو VJ مسلکي او تجربه کار ژورنالست ته اړتیا لري، چې لږ ترلږه درې کاله کاري تجربه هم ولري.
د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د ازادۍ رادیو او ملي تلویزون ګډه مناظره په دوو برخو کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د افغانستان په وخت د ماسپښین له ۴ تر ۶ بجو پورې له ازادۍ رادیو ،ملي تلویزون، او د ازادۍ راډیو په ویب پاڼه اوریدلی او لیدلی شی.
ازادي راډیو له اریانا ټلویزيوني شبکې سره په همکاری له دوشنبې تر جمعې سیمه يیز خبرونه په ټلویزيوني بڼه خپروني.
د افغانستان اوامریکاترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې له پای ته رسیدو وروسته له افغان ولسمشرحامد کرزي سره ځانګړې مرکه ډیرژرله آزادي راډیو اوریدلی شی. دغه مرکه له آزادي راډیو څخه ، په منځنۍ ۱۲۹۶ څپو او اف ام ۱۰۰،۵مه هیروی.
په نورستان ولایت کې د ازادی راډیو خپرونې پر اف ام سل اشاریه پنځه ۱۰۰.۵هم پیل شوې. د ازادی رآډیو خپرونې د اف.ام پر څپو سربیره په کابل،کندهار،مزارشریف،جلال آباد، خوست، ګردیز، اسعداباد، مهترلام، قلات، پل علم، لښګرګاه او غزني په ولایتونو کې هم اوریدلای شئ!
ازادي راډیو / مشال راډیو د خپلې وفات شوې خبریالې «حسیبه شهید» په نوم د فیلوشیپ یو خاص پروګرام پیلوي. د «حسیبه شهید» فیلو شیپ د هغو نجونو او ځوانو ښځو لپاره دی چې غواړي مسلکي خبریالانې شي.
ازادي راډیو د کابل په دفتر کې د خپل ارشد تخنیکي پوسټ لپاره د (IT ) یو ماهر کارکونکي ته اړتیا لري . د دې تخنیکي پوسټ لپاره دا شرایط لازمي دي : · په نټورکینګ ، ایدرنیټ او (TCP/IP ) کې مهارت . · د ( Cisco Networking Devices ) په وسایلو کې مهارت اود (Cisco Networking ) په برخه کې سند . · دوینډوز 7 په شمول په وینډوز او د 2003 او 2007 وینډوز سرورونو په برخه کې مهارت . · د بريښنا د سیسټمونو لکه ( generator , UPS, line conditioner ) په اړه معلومات . · د موبایل په ځانګړې توګه د ( Android) د سیسټم په برخه کې مهارت . · د ( VSAT) په اړه ابتدايي معلومات . · په انګلیسي ژبه د لیکلو او خبرو په برخه کې پوخ مهارت . · د ( Audio/video & codecs streaming ) په برخو کې مهارت .
اوس د ازادي راډیو اوریدونکې او د ویب پاڼې لوستونکې کولای شي چې د خپلې سیمې او خلکو د ستونزو په اړه خپله موږ ته خبرونه ، معلومات عکسونه او ویډيو ګانې را واستوي. تاسو کولای شي د تیلفون ، ایس . ایم. ایس ، ایمیل او پوستې له لارې موږ ته خپل خبرونه ، پیغامونه او معلومات په ازادي ویب او ازادي راډیو کې د خپریدو لپاره را واستوئ. موږبه هڅه کوو چې ستا سو را استولي خبرونه ، معلومات ، عکسونه او ویډیوګانې په ازادي ویب سایټ کې خپاره کړو، همدارنګه هغه شیان چې د راډيو له څپو د خپراوي وړ وي هغه به د راډيو له څپو خپاره کړو. دلته په دې اړه نور جزیيات لوستلي شئ.
که چېرې غواړﺉ زموږ د راډیو او ویب پاڼې له لارې د اختر د مبارکۍ پیغامونه تر خپلو دوستانو ورسوﺉ نو د تبصرو په ځای کې مو خپل پیغام ولیکﺉ .
نور راوښيه