که چېرې تاسو د ازادۍ راډیو خپرونې د سټلایټ له لارې سمې نه شۍ اوریدلی په خپل سیستم کې په ډېر لږ بدلون دا خپرونې په سمه توګه اوریدلی شۍ.
په افغانستان کې د سې شنبې په ورځ په رسمي توګه د راتلونکیو انتخاباتو لپاره انتخاباتي مباریزې پیل شوې، د ازادۍ راډیو هم په همدې مناسب د راډیو د څپو له لارې په پرلپسې ډول ځانګړي پروګرامونه، د کانديدانو په ګډون انتخاباتي بحثونه، له کاندیدانو سره ځانګړې مرکې او د انتخاباتي منډو تروړو په اړه رپوټونه خپروي. د ازادۍ راډیو په ویبپاڼه کې هم تاسو د انتخاباتو په اړه وخت په وخت تازه معلومات لوستلی او اوریدلی شئ. ازادي راډیو تاسو د راډیو د څپو او ویبپاڼې له لارې د انتخاباتي منډو ترړو په تازه حال خبروي.