د زمري یا اسد ۲۴مه یا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه، دې ورځې د افغانستان د خلکو په ژوند کې، کهیې سیاسي فکر یا دریځ درلود که نه، بدلون راوست. په دې منځ کې بېپرې خبریالان چې دندهیې خلکو ته د معلوماتو رسول و او د جګړو او کړکېچونو له هېڅ لوري سره تړلي نهو، هم له افغانستانه وتلو ته اړ شول.
پر طالبانو یوه نیوکه دا ده چې تېر یو کال کې یې په خپل حکومت کې له طالب مشرانو پرته د نورو نظرونو لرونکو ته ځای نهدی ورکړی، خو دا هم ویل کېږي چې د طالبانو حکومت کې راټول طالبان هم خپلو کې یوه واحده ډله نهدي. د طالبانو حکومت ویاندویان بیا دا ردوي وايي، دوی ټول تر یو چتر او یو مشرتابه لاندې کار کوي.
په دغه مستند کې د جمهوریت وروستیو او د طالبانو د واکمنۍ لومړیو ورځو ته کتنه شوې او دغهراز د افغانستان د کشالې د هغه مهال د اصلي لوبغاړو روایتونه پهکې ځای شوي دي.
په دې برخه کې د هغو افغان نجونو چې له یو کال راهیسې یې ښوونځي تړلي هیلې درسره شریکوو. دوی ازادي راډیو ته هغه رسامۍ استولي چې دوی پهکې له ښوونځي لرې خپله مأیوسي انځور کړې. د دوی د هیلو دا انځورونه او د زړه خبرې پرلهپسې په دې ټولګه کې خپرېږي.
پکابل د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو نږدې یو کال پوره کېږي، کله چې طالبانو په کابل ولکه ټینګه کړه د هېواد لوستو وګړو په ځانګړې توګه خبریالانو افغانستان پرېښود او نورو هېوادونو تهیې د ځان او کورنیو غړو د خوندیتوب لپاره مخه کړه. د دې خبریلانو ډله کې یوه د طلوعنیوز پخوانۍ ویانده بهشته ارغند وه.
د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان د تاریخي بدلون کلیزه په مناسبت د مرکو په لړۍ کې ازادي راډیو له داسې یوې مېرمنې سره خبرې کړي چې په یوه دودیزه ټولنه کې یې د ښځو په پلوي غږ اوچت کړی و، خو نږدې کال وشو چې غږ یې غلی دی. ظریفې غفاري چې د میدان وردګو د مرکز میدان ښار د ښاروالې په توګه کار وکړ.
د دوشنبې ورځ د ۱۴۰۱ کال د زمري ۲۴مه/د ۲۰۲۲ کال د اګسټ ۱۵مه د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال پوره کېږي. دغه یو کال د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډېرې لوړې ژورې درلودې. جمهوریت سقوط شو او طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړ، خو د یو کال په تېرېدو تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
پر افغانستان د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه د طالبانو بیا واکمني دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ لامل شوه، هغه اقتصاد چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و. دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو او د بېکارۍ د زیاتېدو لامل شوی دی. ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې ملیونونه کسان لوږې سره لاس او ګرېوان دي.