د دوشنبې ورځ د ۱۴۰۱ کال د زمري ۲۴مه/د ۲۰۲۲ کال د اګسټ ۱۵مه د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال پوره کېږي. دغه یو کال د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډېرې لوړې ژورې درلودې. جمهوریت سقوط شو او طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړ، خو د یو کال په تېرېدو تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
په دې برخه کې د هغو افغان نجونو چې له یو کال راهیسې یې ښوونځي تړلي هیلې درسره شریکوو. دوی ازادي راډیو ته هغه رسامۍ استولي چې دوی پهکې له ښوونځي لرې خپله مأیوسي انځور کړې. د دوی د هیلو دا انځورونه او د زړه خبرې پرلهپسې په دې ټولګه کې خپرېږي.
پر افغانستان د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه د طالبانو بیا واکمني دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ لامل شوه، هغه اقتصاد چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و. دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو او د بېکارۍ د زیاتېدو لامل شوی دی. ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې ملیونونه کسان لوږې سره لاس او ګرېوان دي.