ایران د خپل اټمي پروګرام لپاره د نویو اقداماتو چې هغه د نړۍ له قدرتونو سره په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اټمي تړون له ژمنو د دې هېواد د په شا کیدو بله هڅه بلل شوې، خبر ورکړی.
ایران په تهران کې د امریکا سفارت د اشغال او د کارکوونکو د یرغمل نیونې د پېښې د لمانځلو لپاره پراخ ترتیبات نیولي دي.
ايت الله علي خامنه اي نن يکشنبه ايران او امريکا سرسخت دښمنان بللي او زياته کړې يې ده چې ايران به د امريکا فشار ته تسليم نه شي.
ایران په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور او د دغه هېواد په شمالي سیمو کې د پوځي پوستو جوړېدو پروړاندې مخالفت څرګند کړی.
د افغانستان د نوي څپرکي ټولنې په کابل کې د ایران سفارت مخې ته په اعتراضیه غونډه کې په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ایراني چارواکو ناوړه چلند وغانده.
د ایران حکومت پر امریکا له دې امله انتقاد کړی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته يې اجازه ور نه کړه چې د نیویارک په یوه روغتون کې د بستري ایراني ډيپلومات ليدنې ته ورشي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ایران رژیم د مالي سرچینو وچول به تر ټولو غوره لاره وي، څو ایران خپله لاره بدله کړي.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو ۷۴م اجلاس کې په ایران ډېر انتقادونه وکړل.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د ملګروملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي، خو نوموړی پرون په ډاګه کړې چې خبرې به یې تر ډېره پر ایران ورټولې وي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د فارس خلیج د امنیت خوندي کولو لپاره به یو پلان ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. تهران داسي مهال دا خبره کوي چې د عربستان پر نفتي تاسیساتو تر بریدونو وروسته په سیمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلی.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، داسې نښې شته چې متحده ایالات باور وکړي چې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر سترو چاڼ ځایونو حمله چا کړې ده.
ایران د امریکا هغه تورونه رد کړل چې د سعودي عربستان د تېلو پر یوه لوی چاڼځای برید یې د دوی کار باله.
نور راوښيه