ایراني چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو د کمولو په برخه کې یې یو بل ګام پورته کړی دی.
د امريکا يوه لوړرتبه ډيپلومات د ١٥ ميلياردو ډالرو په ارزښت ايران ته د مالي اعتبار د حد د تمديد لپاره له بنديزونو د معافيت مسئله رد کړه.
د امریکا د خزانې وزارت پر خپلې وېبپاڼې په یوه اعلامیه کې د ایران د فضانوردۍ پر ادارې، د فضايي څېړنو پر مرکز او د فضايي څېړنو پر یوه انسټټیوټ د بندیزونو اعلان کړی.
ګمان دا دی چې دغه بېړۍ د ایران سپاه پاسداران اړوند ده او د سوریې ولسمشر بشار اسد رژیم ته په غیر قانوني ډول تېل لېږدوي. دا مسئله د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو لامل شوې ده.
اروپايي اتحادیې ویلي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ساتنې لپاره به هڅې جاري وساتي.
د ایران په سمنان ولایت کې په هغه فضايي مرکز کې یو توغندی چې په پام کې وه ورڅخه د پنجشنبې په ورځ فضا ته وتوغول شي، د توغولو په دستګاه کې چاودلى دى.
د ښاغلي بولتون په وینا دا نظر سم نهدی چې ایران به د یو لړ کارونو په بندولو چې له اولهیې هم باید نهوی کړي، اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي.
ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه د فرانسې په بیاریتڅ ښار کې د «جي ۷» هېوادونو په سرمشریزه کې، روحاني یو عالي مذاکره کوونکی وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د فرانسې له ولسمشر سره وکتل او د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني وویل، دښمن له ایران سره خبرې نه، بلکې د زور په ژبه خبرې کوي، نو نور د سولې د خبرو مېز زموږ لپاره مطرح نهدی او پر پوځي وړتیاوو باید باور وکړو.
سرچینې وايي، دا منځګړي له میاشتو راهیسې په پټه د واشنګټن او تهران ترمنځ پیغامونه په دې هیله وړي راوړي چې دواړه لوري به په داسې حال کې خبرې سره وکړي چې د ځینو مسایلو په اړه د دوی دښمني د پراخېدو په حال کې ده.
جرمني د هغو درې اروپایي هېوادونو له ډلې یو دی چې له ایران سرهیې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون لاسلیک کړی او له دغه تړونه د واشنګټن تر وتلو وروستهیې تر اوسه ډېره هڅه کړې چې هغه وژغوري.
نور راوښيه