سازمان عفو بینالملل امروز در گزارش تازۀ خود گفته که تظاهرکنندگان بازداشت شده، شکنجه، لتوکوب، شده و شوک برقی و آزار جنسی دیدهاند.
ګروسي اته میاشتې وړاندې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر شو او له هغه راهیسې دا ایران ته د نوموړي لومړنی سفر دی.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یکشنبه خپل سفر پيل کړی چې تر جمعې دوام کوي او تمه ده اسرائیل، سوډان، بحرین او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
ایران وايي چې هندیانو په خپل وخت د چابهار – زاهدان پر پټلۍ، چې تاکل شوې ده د افغانستان تر زرنج پورې وغځېږي، کار ونه کړ او ځینې هندیان وايي چې د امریکا بندیزونه سبب شول چې دوی په دې پروژې کار وځنډوي.
اروپايي ټولنه وايي، د سېپټېمبر میاشتې د لومړۍ نېټې د غونډې کوربنه به وي، چې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران استازي به په کې ګډون کوي.
د امریکا متحده ایالاتو د اګست پر شلمه د هغه میکانېزم د فعالېدو لړۍ پیل کړه چې له مخې یې د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه بېرته پیلېږي.
وروسته له دې چې امنیت شورا د ایران پر ضد د وسلو بندیز د مودې له اوږدېدو سره مخالفت وکړ، امریکا وویل چې راتلونکې اوونۍ به یو وار بیا د ایران پر ضد د وسلو بندیز د اوږدېدو هڅه وکړي.
پر ایران د وسلو دا بندیز راتلونکې اکتوبر میاشت کې پای ته رسیږي، خو امریکا په خپل وړاندیز کې له امنیت شورا غوښتي و چې وې غځوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي استعفی د خندا وړ بللې ده.
نور راوښيه