د تېرو څو اونیو راهېسې په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې په شور او زوږ روانې دي . کاندیدان لويې لويې غونډې جوړوي ، خپل لوی لو ی پوسټرونه چاپوي، او ان د ځینو غونډو څخه خو داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پر خلکو نقدې پیسې ویشل شوې دي .
د جمهوري ریاست یو تن کاندید مولانا عبدالقادر امامي غوري دشنبې په ورځ په لسګونو خلکو ته د کابل ښار د پل باغ عمومي په ساحه کې وینا وکړه.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنېوكميسيون د اطلاعاتو او كلتور له وزارت څخه غوښتي ترڅوهغه اعلاميې خپرې نه كړي چې د انتخاباتي كمپياينونو پوښښ په رسنېوكې ټكنى كوي.
د افغانستان د انتخاباتوخپلواك كميسيون د جمهوري رياست له كانديدانونه غوښتي چې دوي باېد په هرو۱۵ ورځوكې د خپلو لګښتونو راپور دوی ته وسپاري.
په اروپا کې امریکا پخواني لوړرتبه قوماندان جنرال کراډک وایي افغانان د کرزي له حکومت سره ډیرې زیاتې اوپرځای ستونزې لري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اداره يا فيفا په انتخاباتي كمپاين كې د يو شمير سرغړونو په اړه انديښنه څرګندوي او وايي چې كه څه هم په دې برخه كې قانون شته خو بیا هم سرغړونې کمې شوې نه دي.
د افغانستان ملي سراسري جرګې خبردارى وركړ چې په انتخاباتو كې د حكومت د مخالفينو له ګډون پرته به انتخابات نا ممكن وي.
د بشري د حقوقو خپلواک کمیسیون وايي، له امنیتي ستونزو سره سره د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه له قانون سره سمه په بریالیتوب ترسره شوې.
د هلمند چارواکي او د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، چې په پاکو شویو ولسوالیو کې د راې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره چمتوالی نیسي.
د ولسمشر حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين يو وياند وايي كېداى شي د جمهوري رياست له كانديدانو څخه ځينې د كرزي په ګټه له خپلې كانديدۍ تېر شي.
په افغانستان کې وحدت ملي اسلامی ګوند مشر او یوه پخواني جهادي قومندان استاد محمد اکبري وايي، چې حامد کرزي ورسره ولایتونو ته د دریو هزاره میشتو ولسوالیو د ارتقا او نورو امتیازاتو ژمنه کړې ده
نور راوښيه