هرات کې سلګونه کسان پرته له دې چې فاصله وساتي د جمعې لمونځ په جماعت سره ادا کوي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ولایت د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دی. هرات ولایت کې تر دا مهاله د کرونا ویروس ۵۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي.
لارې کوڅې له کرونو ډکې دي زما لالیه په خپل کور کېنه! د دې سندرې او نورو مسایلو په اړه له هارون باچا سره د اجمل تورمان مرکه.
کابل ښار کې ګرځبندیز د ګل پلورونکو په کاروبار هم سیوری غوړولی دی. لېمه هادي د شفیع کریمي دغه راپور وړاندې کوي.
د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپور په اساس د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د قرنطین له امله په زیات شمېر کورنیو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی، خو په پلازمېنه کابل کې د دل اقا فهیم کورنۍ بیا له قرنطینه خوند اخلي. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي دغه راپور لېمه هادي وړاندې کوي.
کابل کې د بانو پخلنځي په نوم یو شرکت د عامې روغتیا وزارت سره په ګډې همکارۍ له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې د لاس مینځلو، دوا شيندلو او ماسک وېشلو ګرځنده کمپاین پیل کړی دی. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد پرې وېډیو راپور جوړ کړی دی.
هرات چې له ایران سره ګډه پوله لري د کرونا ویروس د لومړنۍ مثبتې پېښې شاهد و. خو د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر دې دمه څه کړي دي؟ لېمې هادي د افغانستان څلورو ولایتونو چې تر نورو د کرونا ډېرې مثبتې پېښې لري حالاتو ته کتنه کړې ده.
کابل کې د گرځبندیز په دوهمه اوونۍ کې د کورنیو چارو وزارت د کابل اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ ترڅو له کورونو ونهوځي. خو هارون د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي اړ دی چې کار وکړي او کورنۍ لپاره نفقه پيدا کړي. د لېمه هادي راپور
د تورخم د ښاروالۍ مسؤلین وایي، د راستنېدونکو مسافرو لپاره په دغه ښارګوټي کې د قرنطین ترتیبات د مسافرو د کچې د زیاتوالي له امله له ستونزو سره مخ شول. په دې اړه سهارګل امیرزی راپور لري.
ډاکتر حنیف دوه ورځې مخکې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړ شو، کورنۍ او همکارانیې د عامې روغتیا پر وزارت انتقاد کوي چې تر اوسهيې د دوی د کرونا ویروس معاینه نهده کړې. نصرت پارسا دغه راپور جوړ کړی دی.
د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ د وېش دروازه د کرونا ويروس د مخنیوي په هدف د پاکستان د حکومت له لوري تړل شوې وه، پر مهاليې دواړو لورو ته زرګونه کسان چې زیاترهيې افغان ناروغان وو، بند پاتې وو. صادق رښتیني دا وېډیو راپور برابر کړی
د لوړو زدهکړو ځینو عالي مؤسسو بېلابېلې کړنلارې پیل کړي چې محصلانیې له تحصیله پاتې نهشي. د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د نوي برښنايي سیستم په کارولو سره به هېڅ محصل له درسونو څخه لیرې پاتې نهشي.
هر پسرلی، د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه زرګونه کورنۍ ګلغنډۍ ته د مېلې او ساتیرۍ لپاره راځي، خو د سږ کال پیل د تېرو کلونو په څېر نهو. احمد هنایش په دې اړه راپور لري چې لېمه هادي یې وړاندې کوي.
نور راوښيه