د ویکتور د ویرولوژۍ او بایو ټکنالوژۍ د تحقیقاتو د دولتي مرکز رئیس رینات ماکیسوتوف نن یکشنبه وویل، د ده انسټټیوت د کرونا ضد واکسین تولید ښايي په نومبر میاشت کې پیل کړي.
د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تدروس ادهانوم وايي، د بېلابېلو هېوادونو پر روغتیا او اقتصاد به د کرونا ویروس اغېز اوږده موده دوام وکړي.
بریتانوي فلمي لوبغاړي جارت هاریس په دغه سریال کې د خپل غوره رول له کبله د ښه هنرمند جایزه واخیسته.
د چارواکو په خبره د جولای تر ۱۹مې پورې په جنوبي کوریا کې په کرونا ویروس د ټولو اخته شویو کسانو ۳۸ سلنه په همدې کلیسا پورې اړوند کسان وو.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۷ زره کسان په هند کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې ټوله مړینه نږدې ۱۵۳ زره او ۵۰۰ ته ورسېده.
یورو سټاټ رسمي ادارې پرون د جولای په ۳۱مه وویل، له ۱۹۹۵ کال راهیسې چې دې مؤسسې د رسمي شمېرو ثبت پیل کړی دی دا د یورو زون تر ټولو لوی اقتصادي سقوط دی.
د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، هغه ډاکتر د کرونا ویروس له امله ومړ چې په دغه ولایت کې یې په کرونا اخته لومړنی کس تشخیص کړی و.
په دې هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړینو په شمېر کې له مې میاشتې راهیسې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
په تېرو کلونو کې به د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو تر دوه میلیونه ډېرو مسلمانانو د حج په مراسمو کې برخه اخیسته.
خو ټرمپ چې پخوا یې هم د دې درملو د کارولو دفاع کړې پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې احساسیې کړی دې درملو په لومړیو پړاونو کې کار ورکړی دی.
په دې وروستیو اوونیو کې په ایران کې په لاریون کوونکو کې کارګران، د کانونو کېندونکي او د روغتیايي خدماتو کارکوونکي شامل دي.
نور راوښيه