الکساندر لوکاشینکا وویل د کرونا ویروس معایناتیې مثبته نتیجه ورکړه، خو ده د ویروس هېڅ نښې نهدرلودې.
په دې مراسمو کې دا ځل د تېر په پرتله کم خلک برخه اخلي. د سعودي عربستان چارواکو ويلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره یوازې زر کسان د حج په مراسمو کې ګډون کوي.
د دې وزارت لهخوا رسنيو ته استول شوې معلوماتي پاڼه کې ويل شوې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱ کس مړ او ۱۶۰ نور بېرته روغ شوي.
سپیني ماڼۍ د جولای پر ۲۷ مه وویل چې ۵۴ کلن اوبراین د کرونا لږ علایم لري او له همدې کبله له یوه خوندي ځای څخه چې په کې قرنطین دی ،خپل کار کوي.
د ایران د ولسمشر دوه مرستیالان، د توریزم وزیر او د پارلمان غړي هغه لوړ پوړي چارواکي دي چې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
له دې سره جوختې دا اندېښنې هم زیاتې شوي چې د کرونا د مخنیوي لپاره له څه نا څه پرمختګونو سره سره ښايي د دې ویروس نوې څپه په خپرېدو وي.
د روغتیا وزارت وايي تر پرون جمعه په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې شپږدیرشو زرو ته نږدې شوي او په دې وایروس د مړو شمېر هم تر ۱۲۰۰ زیات دی.
د هغو اروپايي هېوادونو شمېر په زیاتېدو دی، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې په لوړېدو ښکاري.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري په یوه وېډیويي پیغام کې رسنیو ته په دې اړه معلومات ورکړل.
د امریکا متحده ایالات له تېرو نږدې ۲۰ کلونو راهیسې د افغانستان تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی.
ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د انتخاباتو په درشل کې یې په خلکو کې د محبوبیت کچه د روغتیايي بحران له کبله راټیټه شوې، ډېر وخت د ماسک له تړلو ډډه کوله.
دوی وایي، تېر اختر کې خلکو د دوی سپارښتنې له پامه وغورځولې چې ورسره یو دم ټول روغتونونه د کرونا ویروس په ناروغانو ډک شول.
نور راوښيه