د دغه کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحي وایي کېدای شي په دې موده کې تاوتریخوالی زیات شوی وي.
د دغه ولایت سيمهييز چارواکي وايي، د هرات لپاره ۵ زره کېټونه په نظر کې نیول شوي وو چې تر اوسهیې شااوخوا ۲ زره مصرف شوي دي.
د دې فتوا په یوه برخه کې ویل شوي، هغه سیمې چې قرنطین دي او د خلکو پر ګرځېدو بندیز دی، اړتیا نهشته چې د هغو سیمو اوسېدوتکي د خپلو عبادتونو لپاره جوماتونو ته لاړ شي.
ولسمشر غني، ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم، د وضعیت د مدیریت په اړه د خپل حکومت له هڅو خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۲» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې به نویو ثبت شویو شمېرو کې ډېرې پېښې په پلازمېنه کابل کې دي.
د لویو لارو او سوداګریزو مرکزونو له پرانیستو د ایران موخه دا ده چې د دې هېواد هغه خراب اقتصادي وضعیت ورغوي چې هم د کرونا ویروس خپرېدو او هم د امریکا بندیزونو ځپلی دی.
ري ایجنټ د هر ډول کیمیاوي معایناتو د یوې مهمې برخې لپاره یوه ظریفه کلمه ده، يعنې په معایناتو کې کارېدونکي هر ډول غیر عضوي محلولونه، انزایمونه، د تحقیق الات او لومړني مواد.
نیکولاس کې د افغان سولې پروسې څخه د ملاتړ او هرکلي ترڅنګ تازه ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې طالبان او افغان حکومت باید ژر تر ژره له دوی سره بندي زندانیان خوشې کړي.
ښاغلی مایار وايي، تر اوسه ۱۱۰ طبي پرسونل په کرونا ویروس اخته شوي چې ۹۰ تنهیې مېرمنې دي.
د بلخ د عامې روغتیا ادارې مشر خلیل حکمتي ازادي راډیو ته ووېل چې دغه ولایت کې د ټول شمال په سطح تر ټولو ډېر د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت ته رسېدلې دي او تر دمه ۴۲ تنه په بلخ کې په (کوویډ-۱۹) اخته دي.
افغان چارواکو ته د اته لکه هایدروکسيکلوروکین او ۱۷۰ زره پاراستامولو د سپارلو مراسم په کابل کې د هند په سفارت کې جوړ شوي و.
دغه سرچینه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو او پهکې د مړینې د راپورونو وروسته، دا موضوع تأییدوي.
نور راوښيه