په افغانستان کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس چټک خپرېدو، مشرانو جرګه دې ته اړ کړه چې خپلې عمومي ناستې وځنډوي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د دې پېښو په ثبت سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۹۶ ته ورسېده.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ۱۰ او یا هم له ۱۰ زیاتو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او دواړه لورو ته تلفات اوړي.
د یاد شرکت مسؤلین وايي، په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د درېدو له امله، د دوی ورځني عواید له شااوخوا ۸۰ میلیونو افغانیو څخه څه کم ۲۰ میلیونو افغانیو ته راټیت شوي دي.
پیري مایدن پر ټویټر په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې یې د افغانستان د سولې پر بهیر او د کرونا د وبا له امله پر پېښ وضعیت خبرې کړې دي.
د مشتریانو یا اخیستونکو د نشتوالي له کبله د ستورانتونو خاوندان ګڼ زیانونه ګالي او ان له بانکونو پوروړي شوي دي.
د هرات او کابل ترڅنګ کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پهکې زیات دی او په دې ویروس تر ۱۰۰ زیات کسان پهکې اخته شوي دي.
بل لور ته حکومت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې تر څلورو کسانو ډېر مه سره یوځای کېږئ او په ورته وخت کې یې له بېوزله کارګرو او مزدورکارو سره د مرستو لړۍ پيل کړې ده.
د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره حکومتونو خپلو وګړو ته ویلي چې په کور کې پاتې شي، خو په ورته وخت کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي.
دغه ویروس د دوی روغتیایي وضعیت ته ګواښونه پېښ کړي او پر دې سربېره ځینو ځایونو کې تبعیضي چلند هم ورسره کېږي.
بهترین پکتیاوال د ډاکتر یوسف اریوبي ورور دی، د هغه ډاکتر ورور چې د کابل په اندراګاندي روغتون کې یې دنده درلوده او روانه اوونۍ په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته ومړ.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي، تازه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، طالبانو تاوتریخوالی نهدی کم کړی.
نور راوښيه