له دې سره جرګه د يوې دولتي کمېټې لهخوا د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې د ٢٧ میلیونه افغانیو لګښت د پوښتنې وړ یادوي.
که څه هم د يو شمېر دغو رسنيو نومونه نهدي اخيستل شوي، خو په کابل کې د موبي رسنيز ګروپ اعلان کړی چې د دوی ۱۵ کارکوونکي په کرونا ويروس اخته شوي.
ده وویل چې پيکنګ د ده د ولسمشرۍ پر مهال د سوداګرۍ اړوندو او نورو پالېسیو پر سر ناخوښی دی.
پر ریمدي سیور درملو د پراخې څېړنې پایله پرون چهارشنبه اعلان شوه او وویل شول چې دا درمل د 'کووېډ-۱۹' ناروغ د ناروغۍ موده چې له ۱۱ ورځو تر ۱۵ ورځو پورې ده، په متوسط ډول څلورو ورځو ته رالنډوي.
د نړۍ اکثر هېوادونه له اوونیو راهیسې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په لړ کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، خو په سویډن کې د دې ویروس پر ضد مقابله د جبري قرنطین او د کاروبار د جبري درولو له لارې نهکېږي.
د دې روغتون رئیس حکیمالله صالح د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې نړیوالو اړوند ارګانونو ورسره د لازمو مرستو ژمنه کړې.
د پاکستان مرکزي حکومت د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۸» ناوخته په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د اغېزمن شویو کسانو د نویو ارقامو د خپرولو په ترڅ کې ویلي چې دغه ویروس تر دې دمه لږترلږه ۳۱۲ کسان مړه کړي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ناوخته «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۹» په همدې اړه په خپل خپاره کړي پیغام کې وویل، د روانې اوونۍ په وروستیو کې به د کابل سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د مرستو دا لړۍ پیل شي.
په ورته وخت کې د پلچرخي زندان یو شمېر زندانیان وايي چې حکومت په دې زندان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هېڅراز ترتیبات نهدي نیولي.
د امریکا د مرکزي بانک د ازاد بازار کمېټه به نن په واشنګټن کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوي او وروسته به په دې اړه خپله پالېسي په یوه خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره شریکه کړي.
بل لور ته په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا د تلفاتو شمېر د تېرو څو اوونیو په پرتله کم شوی دی او ځیني چارواکي د دې پلوي کوي چې تدریجي د کرونا ویروس له امله لګېدلي بندیزونه نرم کړي.
له ایټالیا نیولې تر نیوزیلنډه پورې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه او قرنطین په محتاطانه راکمېږي.
نور راوښيه