په ځینو اروپايي هېوادونو کې په ورځني ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو له کمېدو سره سره په نړۍ کې د دغه ویروس د خپرېدو د سوه کېدو لویې نښې نهښکاري.
چارواکي وایي، د چین په ووهان ښار کې په کرونا ویروس اخته ټول بستر کسان روغ شوي او له روغتونه رخصت شوي دي.
له کرونا د مړو شمېر بیا د دوه لکو او شپږو زرو له بریده اوښتی او د هغو چې درملنه شوې شمېر اته لکه او ۷۵ زرو ته رسېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د ۶۸ نویو مثبتو پېښو د ثتبولو خبر ورکوي.
د دغه رستورانت مالک تمیم صدیقي وايي، دا کار کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو خدمتونو ته د درنښت په دود ترسره کوي.
د ضد عفوني موادو جوړوونکي مخکښ شرکت رکيټ بینکیزر (Reckitt Benckiser) د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افواهاتو او وروستیو اټکلونو په اړه مسئولیت لري چې ووايي، ضد عفوني مواد د ویروس د درملنې په توګه نهشي کارېدای.
دغې شورا تازه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې خوشې شوي بندیان له کرونا ویروس سره د مبارزې او د سولې په پروسه کې د ښه نیت په هدف له بند څخه ازاد شوي دي.
د دې وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد.
اوچا وايي، د ۲۰۲۰م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۳ داسې پېښې شوي چې بشري مرستو ته لاسرسی یې محدود کړی، حال دا چې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دا ډول پېښې ۱۱۳ وې.
د تاجکستان ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې لیکلي «سره له دې چې دا ډول ساري ناروغۍ تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې نهده لیدل شوې، خو د دې معنی دا نهده چې بېپروا شو او لاس تر زنې ورته کېنو.»
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په تېرو پنځو اوونیو کې ۲۴ میلیونه کسان وزګاره شوي او د اروپا د مرکزي بانک مشر خبرداری ورکړی چې روان کال ښايي د دې لویې وچې اقتصاد ۱۵ سلنه نزول ولري.
ګڼو اسلامي هېوادونو په ټولنه کې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جوماتونه او سپېڅلي ځایونه تړلي او له خلکو یې غوښتي چې لمونځونه او نور عبادتونه په کورونو کې وکړي او په عبادتځایونو کې دې ګڼه ګوڼه نهجوړوي.
نور راوښيه