د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ١١،٨٣١ ته ورسېد.
په کرونا ویروس یا 'کووېډـ۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو خوندیتوب ته ورپېښې اندېښنې، د دغو درملو د نهکارولو عمده دلیل ګڼل کېږي.
په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله مړینې یو لک ته رسېدلي او تر ۱،۶ میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
ډاکتر دیبورا بېرکس امریکایان وهڅول چې که بهر وځي هم دوه متره فاصله رعایت او ماسکونه دې وکاروي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې لس زرو ته ورسېدې.
خلک په داسې حال کې اختر لمانځلو ته چمتوالی نیسي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د خلکو غوښتي چې په اختر کې په کورونو کې پاتې شي څو د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.
د افغانستان حکومت هم پرون له خلکو غوښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې دې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر ته له تګ راتګه دې ډډه وکړي.
ښاغلی صافی وايي د دې پر ځای چې د چا کور ته په تلو سره کرونا ویروس لا د خلکو په منځ کې خپور شي، دوی غوره ګڼلې چې دا اختر د مبارکۍ لپاره د چا کره لاړ نهشي.
متخصصین وايي په اختر کې هغو مسلمانانو ته د کرونا ویروس د خپرېدو خطر زیات دی چې د لمانځه لپاره په جوماتونو کې راټولېږي، حتی په محافظهکارو مسلمانو ټولنو کې ډېری خلک په جوماتونو کې له راټولېدو او یو ځايي لمانځه ډډه کوي.
دواړه وزارتونه ټینګار کوي چې د اختر ورځو کې به ګرځبندیز سخت شي او له خلکو یې وغوښتل چې د اختر درې ورځو کې دې له کورونو نهوځي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۱» د کابینې په غونډه کې له "خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د اختر په ورځو کې له تګ راتګ څخه صرف نظر وکړي." دا خبره ارګ په یوې خبرپاڼه کې کړې ده.
عمران عرب د لغمان د مهترلام اوسېدونکی دی. ده ازادي راډيو ته وویل چې دا ځل د اختر لمانځلو اړتیا نهلیدل کېږي.
نور راوښيه