په سویلي کوریا کې تر دوو میاشتو زیات وخت وشو چې ښوونځي د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو له کبله ښوونځي تړل شوي وو.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روغتیا نړیوال سازمان په ۳۰ ورځو کې بهتره کېدو ته ژمن نه شي، له دې سازمان سره به په دایمي توګه د امریکا مالي ملاتړ بند کړي.
دا په نړۍ کې د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ تر خپرېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) لومړۍ کلنۍ غونډه ده چې بحثونهیې لانجمن ښکاري.
په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د وضع شویو محدودیتونو لرې کېدو د دغه ولایت د عامې روغتیا اداره له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو اقتصاد د روان میلادي کال په دویمه ربعه کې له یو ګام رالوېدو سره مخ دی، خو د ۱۹۳۰ميلادي کال د ستر ډیپریشن په څېر به نه وي چې ډېر کلونه یې دوام وکړ.
د کندز ولایت یوشمېر اوسېدونکي او مدني فعالان د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د قرنطین ماتېدل ناسم کار بولي او دغه راز زیاتوې، چې په دغه ولایت کې په داسې حال کې د قرنطین بهیر پای ته رسېږي، چې د کرونا ویروس د لاخپرېدو په حال کې دی.
په افغانستان کې سږنی کوچنی اختر داسې مهال په راتلو دی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس خپور دی.
په کابل ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر، لګیدلی ګرځبندیز په لازمه توګه پلی نه شو.
د امریکا د متحد ایالتونو استازیو جرګې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي، درملنې او د دې ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو په خاطر د یوې لویې سترې بودیجې لایحه تصویب کړه.
د پاکستان پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف یو انتخابي حکومت نسکور کړ، قاضیانیې له دندو لیرې کړل، اساسي قانونیې لغوه کړ او بېړنی حالتیې اعلان کړ.
د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون پرون د مې په ۱۵مه، وویل چې په ټوله نړۍ کې تر څلور نیم ملیونه زیات وګړي په دې ویروس اخته شوي دي.
په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۸۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
نور راوښيه