دغلته د افغان محصلانو استازی دلاور پتیال وایي، نږدې ۶۰۰ ملګري یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او افغانستان ته د تګ لارې پرې بندې دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۰» رسنیو ته په استولي پیغام کې ويلي، که له دې ویروس سره جدي مبارزه ونهشي په هر کور په کور به خلک پرې اخته شي.
د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې هغه محدودیتونه په کمېدو دي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي وو.
د امریکا متحد ایالات به له روسیې سره د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې د مرستې لپاره د مصنوعي تنفس د ځانګړو ماشینونو (وینټلېټر) دوهمه بسته واستوي.
اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بېرته په پښو ودروي.
اروپايي شورا هغه اعلامیه تصویب کړه، چې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ په کې شوی دی.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر دوو میلیونو زیاتو کسانو تېره اوونۍ د وزګارتیا د امتیازونو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش د پنجشنبې په ورځ د لوړې کچې یوې غونډې ته وویل، د کرونا وبا به په پراخې لوږې او بیکارۍ په نړۍ کې ”له تصور نه د وتلې ورانۍ او رنځ “ سبب شي.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا، د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد د استخباراتو له ادارې یې غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې مرسته ورسره وکړي.
کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي د کرونا ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي په هدف د محدودیتونو د کمېدو طرحې پر بنسټ چې د کابینې لهخوا تصویب شوې، محدودیتونه نرم شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکی لیکوال او ژورنالېست ارشاد رغاند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» وایي چې د حکومت له لوري د کرونا ویروس پر ضد تبلیغاتو کې د خلکو روان ته پام نهدی شوی.
له چین او امریکا څخه نوي روغتیايي شواهد ښيي چې په کرونا ویروس اخته داسې کسان هم شته چې د تنفسي ناروغۍ نښې نهلري.
نور راوښيه