په پاکستان کې حکومتي چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږي او دې وېروس تر دې دمه لکونه کسان اغېزمن او تر ۳ زرو زیات مړه کړي دي.
نورې ستونزې چې له دې کبله پېښې شوې دا وې چې میلیونونه زدهکوونکي په ټوله نړۍ کې له زدهکړې شاته پاته شول، د نړۍ اقتصاد کمزوری شو او پر راتلونکي یې د انسانانو باور کم کړ.
د دغو خصوصي روغتونونو مسؤلین وايي د طبي وسایلو په ځانګړې توګه د ازمایښتي کېټونو له کمښت سره مخ دي. دوی ګواښ کوي که دا ستونزه حل نهشي، ناروغان به د درملو او طبي تجهیزاتو له امله مړه شي.
عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې له دې وجې سپارښتنه کړې چې د 'کووېډ-۱۹' زر معلومول د اعتبار وړ نهوي او بايد په ټاکلي وخت کې ترسره شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې هېوادونه باید دا احتمال له پامه ونه غورځوي چې کرونا ویروس یو وار بیا اوج ته رسېدلای شي.
د دغو هېوادونو له ډلې جرمني، بلجیم، فرانسه، یونان او چک جمهوریت نن خپلې پولې پرانیزي او اتریش هم سبا دا اقدام کوي.
په چین کې د تازه ثبت شویو ۵۷ قضیو له ډلې ۳۶ یې په پلازمېنه پیکینګ کې رامنځته شوي چې له لویو پلورنځیو او بازارنونو سره اړیکه لري.
دغه وزارت وايي، هغه کسان چې له کرونا ویروس څخه روغ شوي د هغوی د وینې له پلازما څخه به هغه ناروغانو ته چې په سخت وضعیت کې دي، استفاده وکړي.
په پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې ثبت شوه، چې بیا وروسته دا ویروس ډېر ژر د دې هېواد نورو برخو ته هم ورسېد او زرګونه کسان یې مړه کړل.
په بلخ کې د عامې روغتیا ریاست د کووېډ ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د دغه ویروس څخه د روغو شویو ناروغانو د وینې له پلازما کار اخلي.
همدې مؤسسې مخکې له دې بشري مرستو ته د اړو افغان ماشومانو شمېر ۵،۲۶ میلیون ښودلی و.
په لاتینه امریکا کې برازیل د کرونا ویروس د ودې په مرکز بدل شوی، حال دا چې د جنوبي امریکا په نورو هېوادونو کې هم د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پېښې او له کبلهیې مړینې د زیاتېدو په حال کې دي.
نور راوښيه