یوه خبره چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو پر مهال روښانه شوه، هغه دا ده چې تور پوستي او هغه وګړي چې سپين پوستي نهدي، د دې ویروس له کبله د مړه کېدو له زیات خطر سره مخامخ دي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر دا مهالهیې افغانستان ته ۶،۵ میلیونه ډالرو په لګښت روغتیایي تجهیزات برابر کړي چې تر راتلونکو څو ورځو به د دې لګښت کچه تر ۷۰ میلیونه ورسوي.
په دې سند کې ویل شوي چې روسیه او چین د ډیموکراتیکو بحثونو د کمزورۍ هڅې کوي او غواړي چې ټولنیزو اختلافاتو ته لمن ووهي، بل لور ته د 'کووېډ-۱۹' په ارتباط خپل ښه تصور نورو ته وړاندې کوي.
خو د حکیم الکوزي په مشرۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ وایي چې د ولسي جرګې د شکایتونو کمېسیون د غوښتنې پر بنسټيې د راتلونکې یکشنبې تر ورځې پورې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
ډاکتر فاوچي ویلي دغه تنفسي ناروغۍ د انتقال او وژنې داسې وړتیا لري چې دی یې د راتلونکې بد خوبونه ویني.
د افغانستان د عامې روغیتا وزارت مرستیال وحید مجروح د سه شنې په ورځ په کابل یوې خبرې ناستې د ازادي راډیو د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس د ټیسټ اخېستلو ظرفیت نه دی کم شوی خو نوموړي تايید کړه چې په دې ورستیو کې د تېسټونو ترسره کول کم شوي دي.
د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې مشر پرون د جون په اتمه، وویل چې د نړۍ مشران د دې سازمان کلنۍ غونډې ته چې په سېپټېمبر کې باید جوړه شوې وای، نه شي ورتلای.
د روسیې حکومت تازه د مسکو ښار د قرنطین حکم لغو کړ او پر سرحدونو بندیزونه یې هم نرم کړي دي.
په امریکا کې د یوه پوهنتون څېړونکو پر دې غور کړی چې څنګه دا ډول کیسې پلورل شوي، د دې کارونو تر شا څوک دي او حقیقت څه دی؟
د نړیوال بانک د نړیوالې اقتصادي وړاندوینې راپور د جون میاشتې په اتمه نېته د دوشنبې په ورځ خپور شو. د دې راپور له مخې به روان کال نړیوال اقتصاد ۵،۲ فیصده رکود وکړي. دا له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې دوهم پراخ اقتصادي رکود دی چې هغه مهال ۱۳،۸ فیصده ثبت شوی وو.
د بلخ عام روغتیا مشر ناظم الدین جلیل ازادي راډیو ته ووېل چې کرونا ویروس په مزارشریف کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او تر دې دمه سلګونه کسان د عامې روغتیا سپارښتنو ته د نه پاملرنې له امله پرې اخته شوي دي.
په کابل کې د واټو د سر پلورونکي وايي، بېوسۍ او ولږې اړ کړي چې په کور کې د پاتې کېدو پر ځای د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره بازار ته را ووځي.
نور راوښيه