هسپانیا هم هڅه کوي چې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدا مخه ونیسي او د لا خپراوي د مخنیوي لپاره یې نوي اقدامات کړي دي.
ټرمپ له دې مخکې د جمهوري غوښتونکي ګوند د لویې غونډې ځای له شمالي کارولینا څخه د ټولنیزې فاصلې د محدودیت له کبله فلوریدا ته بدل کړی و.
یوه مسئله چې دا چارواکي نه پرې سلا کېږي دا هم ده چې څنګه او کله د دې ویروس د مخنیوي په مقصد لګول شوي ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه لیرې شي.
جمهوریت،ابن سینا، رابعه بلخي هغه روغتونونه دي چې د کویډ۱۹ ناروغانو لپاره په کې جلا خونې جوړې شوې دي.
د کویډ ۱۹ ناروغۍ په اړه د ټرمپ له څرګندونو سره هم مهاله په یوه شپه او ورځ کې په متحدو ایالتونو د کویډ ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له زرو واوښت.
ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه وویل په دې ډول غواړي ولس د کرونا ویروس یا کویډ۱۹ ناروغۍ د زیاتېدونکي شمېر په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د هغو پینځو شرکتونو استازي به چې د کرونا ویروس پر ضد واکسین جوړوي، د امریکا د کانګرس یوې کمېټې ته د خپلو څېړنو په اړه معلومات ورکړي.
خو محمد اسلم چې د لور وادهیې څو ورځې مخکې د کابل ښار د ودونو په یو تالار کې شوی و وايي، په دغه تالار کې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیول شوې وې.
دغو مشرانو په بې مخینې ډول د راتلونکو اوو کلونو لپاره د یو اعشاریه یو ټریلیون یورو په ارزښت د اروپايي ټولنې پر بودجه هم سلا وکړه.
په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د جوړېدو خبر ته په تمه دي.
د دې جرګې یوشمیرغړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، د دې پروګرام پلي کېدل به فساد ته زمینه برابره کړي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۴ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
نور راوښيه