په متحده ایالاتو کې وروسته له دې چې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له څلور میلیونو واوښت ولسمشر ډونالد ټرمپ په فلوریدا ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند لویه غونډه لغو کړه.
هغه وویل چې دا د دې غونډې د جوړولو لپاره مناسب وخت نهدی.
په پام کې ده چې د جمهوري غوښتونکو ګوندي حوزه به ټرمپ په دې غونډه کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې د نومبر په درېیمه نېټه ترسره کېږي، د ګوند د رسمي کاندید په توګه غوره کړي.
دا غونډه راروانه میاشت د فلوریدا په جکس ویلي ښار کې په پام کې وه. ټرمپ دا غونډه داسې مهال لغوه کوي چې په فلوریدا او د جنوب او لوېدیځ په یو شمېر نورو ایالتونو کې د کرونا وبا په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر خورا زیات شوی دی.
ولسمشر ټرمپ وویل، دا لویې غونډې به په بېلابېلو مجازي لارو جوړې شي او په شمالي کارولینا کې ښايي د اګسټ په ۲۴مه د ګوند ځینې حوزې لنډې غونډې جوړې کړي.
ټرمپ له دې مخکې د جمهوري غوښتونکي ګوند د لویې غونډې ځای له شمالي کارولینا څخه د ټولنیزې فاصلې د محدودیت له کبله فلوریدا ته بدل کړی و.
په امریکا کې پرون د جولای په ۲۳مه نېټه د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د څه باندې زرو کسانو د مړینې راپور ورکړل شو. اوسمهال په دې هېواد کې د کرونا له کبله د مړینو ټول شمېر له ۱۴۴ زرو اوښتی دی.
په امریکا کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ۹۸ ورځو کې یو میلیون ته ورسېد، خو د هغو شمېرو له مخې چې پرون پنجشنبې د جولای په ۲۳مه اعلان شوې، د دې ناروغانو شمېر یوازې ۱۶ ورځې وروسته له ۳ میلیون څخه پرون ۴ میلیونو ته لوړ شو.
په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه د جنوري په لومړۍ نېټه ثبت شوه، خو اوسمهال په منځني ډول په هر ساعت کې له ۲،۶۰۰ زیات کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي چې دا په نړۍ کې ساری نهلري.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر په ټوله نړۍ کې پنځلس نیم میلیونو ته نږدې شوی او په دې ناروغۍ تر اوسه ۶۳۱ زره کسان مړه شوي دي.