د دغه سازمان مشر د اګسټ پر ۳مه په جنوا کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې پیغامیې خلکو او حکومتونو ته دا دی چې دا ټول اقدامات په جدي توګه ترسره کړي.
که څه هم په یو شمېر هېوادونو کې دغه ویروس په کمېدو دی، ځینې نور هېوادونه چې دغه ویروس یې مهار کړی، د ویروس د بیا خپرېدو په اړه اندېښنه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان اضطراري کمېټې پرون شنبه دا ارزونه په داسې کې خپره کړه چې تر دې یوه ورځ مخکې یې د شپږ میاشتني بحران د ارزونې په اړه غونډه وکړه.
سبا اختر دی او له تېرو څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې بیروبار زیات شوی دی او خلک روغتیایي فاصلې لکه څرنګه چې ښایي نهمراعاتوي.
اسوشیټد پرس خبري اژانس وايي، دغو امریکايي چارواکو له دې کبله چې له رسنیو سره د خبرو اجازهیې نهلرله، نهغوښتل چې نومونهیې واخیستل شي.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډیو ته وویل چې په همدې کال کې به د بېکارۍ کچه حتی تر ۶۷ پورې لوړه شي.
د بریتانیا د حکومت هغې پرېکړې چې له اسپانیا څخه راستنېدونکي سیلانیان باید د ۱۵ ورځو په مخه قرنطین شي لږترلږه یو اقتصادي ایرلاین دې ته اړ کړ چې له نن د جولای له ۲۸مې څخه اسپانیا ته خپلې الوتنې لغوه کړي.
د امریکا د کانګرس په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکو د یو ټریلیون ډالرو په اندازه د کرونا ویروس د مرستو یوه نوې بسته وړاندیز کړه.
د هند په دې شمال لویدیځ ایالت کې چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدا سره یې روغتایي خدمتونه ډېر کمزوري شوي.
په تېرو څو ورځو کې، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ډېرېدو ځینې هېوادونه اندېښمن کړي دي.
چین چې د اپرېل په میاشت کې یې د کرونا ویروس د سرایت مخه تر ډېره ډب کړې وه، په وروستیو کې هره ورځ د دې ویروس د نویو مثبتو پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.
بریتانیا له پرونه هسپانیه د کرونا ویروس له ګواښه د ډکو هېوادونو لېسټ ته ور اچولې او هغه کسان چې بېرته ورستنېږي باید دوه اوونۍ قرنطین تېر کړي.
نور راوښيه