د دغه وزارت مرستیال ویاند اشرف حقشناس ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر دغه حکم ځکه کړی چې په خبرهیې د پروژو د تطبیق په اړه د راپور ورکولو پر مهال د ولسمشر قناعت نهدی حاصل شوی.
په ځانګړې توګه د هند په لویو ښارونو کې د کرونا پېښې په زیاتېدو دي. یو لړ سروېګانو د دې هېواد د پلازمېنې نوې ډیلي او د بل تجارتي ښار مومبيي په استوګنو کې د کرونا ویروس په وړاندې په پراخه کچه انټي باډي موندلې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مسئولان وایي، په اروپا کې کرونا ویروس کابو کېدلای شي او دغلته باید اقتصادي او تعلیمي چارې دوام پیدا کړي.
په راپور کې د افغانستان د څلورو لسیزو اوږدې جګړې ته اشاره شوې چې په خلکو په ځانګړې توګه بېځایه شویو او کډوالو کورنیو باندې یې د ژوند کړۍ تنګه کړې.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار کوي چې که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، پر دغه ویروس به داخته شویو په شمېر کې نور کموالی هم راشي.
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ وهلو ماشومانو ته د واکسین د کمپاین مسؤل میرویس بخشي ازادي راډيو ته وویل، دا کمپاین د سنبلې یا وږې په درېیمه په بدخشان، کابل، کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر او تخار ولایتونو کې پیلېږي.
برازیل دویم هېواد شو چې د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله په کې د مړینې شمېر له یو لکو واوښت.
ښاغلي جامي د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان له نورو جلا کړای شوي دي.
سیما هاشمي په مزار شریف کې د جامو د تولید دوه فابریکې لري. دا وايي، په بلخ ولایت کې ډېری ښځو له بانکونو پور اخیستی او خپلې سوداګرۍ يې پيل کړي.
د هیروشیما د اټمي حملې د ۷۵مې کالیزې په مناسبت نن د مراسمو برخهوالو د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.
فېسبوک د ولسمشر ټرمپ له فېسبوکپاڼې هغه وېډیو لیرې کړه چې په هغې کې دی ادعا کوي چې ماشومان له کرونا ویروسه خوندي دي.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي، او خلک نه پوهېږې چې د کرونا ویروس د خپرې شوې وبا په منځ کې څنګه خپل ماشومان بېرته ښونځیو ته واستوي.
نور راوښيه