دا چې لبنان د امریکا او ایران د اوربند په موافقه کې شامل دی کنه اوس د موافقې د تفسیر یو مهم اختلافي ټکی دی او د هغو خبرو اترو برخلیک یې چې ټاکل شوې سبا جمعه دایران او امریکا ترمینځ اسلاماباد کې ترسره شي، له ابهام سره مخ کړې دي. اروپا او ایران ټینګار کوي چې لبنان باید په اوربند کې شامل وي.
په داسې حال کې چې پاکستان کې د ایران سفیر هغه خبر لیرې کړ چې ویلي وو ایراني پلاوی امریکایانو سره خبرو لپاره نن شپه اسلام اباد ته رسیږي ، د امریکا ولسمشر وايی امریکايی ځواکونه به د ایران شاوخوا سیمه کې پاته شي او که د اوربند تړون مات شو نو ډزې به پیل شي.
د امریکا او ایران ترمنځ د نن سهار وختي اوربند تر اعلان وروسته له څه باندې یوې میاشتې وروسته نن په لومړي وار څو بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې.
د امریکا او ایران ترمنځ د موقت اوربند له اعلانه وروسته ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې په اسلام اباد کې خبرې وکړي.
امریکا او ایران تیره شپه په یوه اوربند سلا شول. ولسمشر ټرمپ چې پرون یې ایران ته ګواښ کړی وو وویل چې د ایران له لورې یې د لسو ټکو یو وړاندیز ترلاسه کړی دی . تهران هم ویلي چې ددواړو خواوو ترمنځ د “ځانګړو شرطونو په اساس” اوربند رامینځ ته شوی دی.
د امریکا ملت ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبه( اپریل ۱) نېټې له ټلویزیوني وینا وروسته، داسې نه ښکاري چې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه کم شي. هوایي بریدونه روان دي، له تهران څخه مخالف پيغامونه خپریږي او په عراق کې امریکایان د ایران پلوه وسله والو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکوي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار وايي چې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیوچارو له وزیرانو سره یې د ایران پرضد د اسراییلو او امریکا د جګړې د سمدستي او دایمي پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه د بېباورۍ له زیاتېدو سره، منځني ختیځ کې جګړه دوام لري. ایران د امریکا د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او د جګړې د درولو لپاره یې خپل شرطونه وړاندې کړي.
نور راوښيه