د متحدو ایالاتو ولسمشر ایران سره دوه اونیز اوربند ترنامعلومې نیټې په یو اړخیز ډول تمدید کړ. ډونالد ټرمپ وايی د اوربند تمدید به په خپل مینځ کی "ویشل شوي" ایراني مشرتابه ته فرصت ورکړي چې یو متحد دریځ غوره کړي. سملاسې څرګنده نه شوه چې ایران دغه اوربند منلی کنه.
اټکل کېږي چې د امریکا او ایران خبرې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ترسره شي.
د امریکا او ایران ترمنځ اسلام اباد کې د بل پړاو مخامخ خبرو امکان د اوربند تر پایته رسیدلو دوه ورځې مخکې لا هم څرګند نه دی. ولسمشر ټرمپ وايي امریکايي پلاوی د اسلام اباد په لور خوځیدلی خو ایراني چارواکي وايی اوسمهال دخبرو لپاره پلان نلري.
په داسي حال کې چې د ملګروملتو سرمنشي د ایران په جګړه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې، چین ویلي، حاضر دی د ایران او امریکا په خبرو کې رغنده رول ولوبوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس چې د امریکايي پلاوي مشر دی نن اسلام اباد ته ورسېد او په هوايي ډګر کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر ترې هرکلی وکړ.
دا چې لبنان د امریکا او ایران د اوربند په موافقه کې شامل دی کنه اوس د موافقې د تفسیر یو مهم اختلافي ټکی دی او د هغو خبرو اترو برخلیک یې چې ټاکل شوې سبا جمعه دایران او امریکا ترمینځ اسلاماباد کې ترسره شي، له ابهام سره مخ کړې دي. اروپا او ایران ټینګار کوي چې لبنان باید په اوربند کې شامل وي.
په داسې حال کې چې پاکستان کې د ایران سفیر هغه خبر لیرې کړ چې ویلي وو ایراني پلاوی امریکایانو سره خبرو لپاره نن شپه اسلام اباد ته رسیږي ، د امریکا ولسمشر وايی امریکايی ځواکونه به د ایران شاوخوا سیمه کې پاته شي او که د اوربند تړون مات شو نو ډزې به پیل شي.
نور راوښيه