ټاکل شوې د افغانستان د اوسني حکومت یوشمېر سیاسي او پوځي مخالفان د اسلام اباد په یوه څيړنیز مرکز کې سره جرګه شي. د شاوخوا ۳۶ سیاسي، مدني او جهادي څېرو دغه غونډه چې پخوا ځنډیدلې، اوس د دوشنبې او سه شنبې ورځو ته پلان شوې.
ټاکل شوې ده چې سبا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان او نړیوال متخصصین په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه بحثونه وکړي.
یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان له کراچۍ ښاره افغانستان ته راستانه شوي، د بیرته راستنیدو پر مهال لاره کې د وسله والو غلو سره د مخامخ کیدو خبره کوي.
د سپتمبر ۲۷مه، د ګرځندوی نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې یو شمېر کورني ګرځندویان او میرمنې وايي واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ، دوی د اقتصادي ستونزو او په ښځو د پراخه محدودیتونو له امله د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته د سفر فرصت له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ خبرداری ورکړی چې د ښځو په اړوند د طالبانو پالیسۍ نه یوازې افغان مېرمنې زیانمنوي بلکې په دې هېواد کې تاوتریخوالی هم پراخوي.
د مني په رارسېدو سره د کونړ یو شمیر زلزله ځپلي د کورونو غوښتنه لري. دوی وايي، ژمی نېږدې شو او ستونزمنه ده چې په خیمو کې خپل ژوند ته دغه شان دوام ورکړي.
د پاکستان صدراعظم وایي، د طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات ترسره کړي.
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې د نوري فایبر انټرنټ بندیدو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو مخه نیولې ده.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د څلورو پرله پسې کلونو لپاره د افغانستان نه استارولۍ دغه هیواد په نړیواله کچه له دوامدارې انزوا سره مخ کړی دی.
یوه افغان زده کوونکي په جاکارتا کې د لسګونو هیوادونو د اختراع کوونکو تر منځ د سرو زرو مډال ګتلی دی. دا ځوان چې عدنان خطیبي نومېږي د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دی، په ایران کې لوی شوی او هلته زده کړې کوي.
نور راوښيه