په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په انټرنیټ بندیز چې ورسره په دې هیواد کې د موبایل خدمتونه هم ځنډېلي درېیمې ورځې ته وغځېده.
په افغانستان کې د انټرنیټ او مخابراتي شبکو د بشپړ بندیدو له امله له پاکستان او ایران سره په کرښه د پرتو یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي اړ شوي چې سرحدي سیمو ته ولاړ شي او د دې ګاونډیو هبوادونو د سیم کارتونو په کارولو سره خپلې ستونزې حل کړي.
د سپټمبر ۳۰مه د ژباړې نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه ژباړه په نړۍ کې د ادبي یا علمي چارو لپاره د نړیوالو خبرو د تفسیر برخه کې مهمه بولي، خو ځینې افغان ژباړونکي چې له بېلابېلو ژبو یې د افغانستان رسمي او نورو ژبو ته کتابونه ژباړلي وايي، د طالبانو حکومت یې په ځینو ژباړل شویو کتابونو بندیزونه لګولي.
د طالبانو د حکومت له خوا د نوري فایبر انټرنټ د پرې کولو له پریکړې وروسته، افغانستان تیره شپه، د میزان په ۷مه، د انټرنټ بشپړ بندیدو شاهد و. پر انټرنیت سربیره له تېر ماښام راهیسې په افغانستان کې ټول مخابراتي فعالیتونه محدود او ټکني شوي دي.
له زده کړو او کار ځینې راګرځول شوې نجونې او ښځې وایي چې د رواني ارامښت او د کورنۍ اقتصاد سره د مرستې لپاره یې لاسي صنایعو ته مخه کړې ده. دوی وایي، محدودیتونو یې ژوند سخت اغېزمن کړی، خو هیله څرګندوي چې د لاسي صنایعو په برخه کې په فعالیت کولو سره غواړي له اوسنیو کړاونو سره مبارزه وکړي.
په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د مخالفانو او یوشمېر نورو افغان سیاستوالو او فعالانو دوه ورځنۍ غونډه روانه ده.
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې یو بنسټ نن د طالبانو د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفینو د غونډې کوربه توب کوي. دا غونډه، چې سرلیک یې "د یووالي او باور په لور" دی، د افغانستان لپاره د ښځو (WFA) په نوښت جوړه او د سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ لخوا یې کوربه توب کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له زندانه د امریکايي تبعه امیر امیري له ازادېدو هرکلی وکړ. مارکو روبیو، په ایکس پاڼه په یوه بیان سره د امیر امیري د آزادېدو د هرکلي تر څنګ ویلي چې دی "په ناحقه په افغانستان کې بندي شوی و."
نور راوښيه