وړاندې راغلي، ویل کېږي چې د مرحوم مارشال فهیم زوی ادیب فهیم له ډاکتر عبدالله څخه پر همدې لاره بېله کړه چې ولې یې له غني سره په جوړجاړي کې د جنرال دوستم لپاره د مارشالۍ رتبې د منلو شرط ایښی دی.
وړاندې راغلي، دا چې اوس ټول ولس د عبدالله او غني د جوړ جاړي اعلان ته انتظار دي یو واقعیت دی، ځکه چې عملآ حکومت فلجاو ټول ولس غواړي چې انتظار ختم شي او لږترلږه مسؤل لوري معلوم شي.
وړاندې په سر مقاله کې راغلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا کچه ورځ تر بلې لوړېږی او که خلک روغتیایي خبرداری په پام کې ونهنیسي، نو ښایي له جګړې هم سخت انساني بحران رامنځته کړي او دې ته په کتو سره افغان حکومت د بندیزونو موده تر راروان اختره تمدید کړه.
د مقالې ليکوال پوښتنه کړې په داسې حال کې چې د سولې اوسنۍ خبرې له ستونزو سره مخ شوي دي، په دې مهمه پروسه کې د بيان ازادۍ برخليک د يوې سترې لاسته راوړنې په توګه څه دی؟
د هېواد په سرمقاله کې راغلي، امریکا او ناټو له افغانستان سره ستراتېژیک، همدا شان امنیتي او دفاعي تړونونه لري چې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه په مخ یوسي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، انتخابات د ولسواکۍ او د مشروع حکومت، د خلکو په رایو د انتخاب شوي حکومت یو اصولي بهیر دی چې ولس سره متحد کوي او یو اصولي زعامت او حکومت منځته راولي چې ولس پرې اعتماد وکړي.
په سرمقاله کې راغلي، یوناما یوازې په درې وروستیو میاشتو کې د ۱۲۹۳ ملکي وګړو د مرګژوبلې خبر ورکوي چې یوه برخهیې ماشومان دي.
وړاندې د تصویري رسنیو ځينو اعلانونو ته اشاره شوې او لیکلي، دغه اعلانونه د یوې نوې استخباراتي خطرناکې لوبې د پیل خبر ورکوي.
سرمقاله لیکونکي د سولې پروسې ته په اشارې سره لیکي، دا منو چې تاسو ټول له پردیو سره برمته یاست، خپل واک نهلرﺉ، خو که له شخصي هوسونو تېر شئ او د اقتدار هوس نهوي د پردیو هېڅ طلسم بیا کار نهشي ورکولای.
سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې اخر دومره رسوايي او دومره لوېدل چې موږ پر اصولو هم اتفاق نهشو کولای زموږ ولس ته په نړۍ کې کوم تصویر ورکوي؟
دا غوښتنه د افغانانو او نړیوالې او اروپایي ټولنې او ان ناټو ګډه غوښتنه ده، ټول پر طالبانو غږ کوي چې د دې میاشتې د احترام په خاطر چې د ګناهونو د بخښلو او ترحم میاشت ده، نور جګړه بنده او اوربند وکړي!
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې حکومت او روغتیا وزارت تر اوسه یوازې په دې ټینګار کړی چې خلک باید په کورونو کې پاتې شي په داسې حال کې چې په کور پاتې کېدل د افغانستان تر نیمایي زیاتو خلکو ته تر کرونا په درنه بیه تمامېږي.
نور راوښيه