د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

اصلاح: د بيان ازادۍ برخليک د يوې سترې لاسته راوړنې په توګه څه دی؟ 


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې
  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼه په خپل سرمقاله کې د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت د بيان ازادي اړتيا، ساتنې او په افغانستان کې يې اوسني وضعیت ته اشاره کړې.

د ورځپاڼې په باور، په داسې حال کې د رسنیو نړیواله ورځ رارسېږي چې په افغانستان کې له يو خوا حکومت، خلکو ته د بيان ازادي ساتنه او ازاد فعاليت د يو ستر ازمون سره مخ دی له بله‌خوا له بل هر وخت څخه د خبريالانو د کار پر وړاندې ستونزې ډېر شوي دي.

د مقالې ليکوال پوښتنه کړې په داسې حال کې چې د سولې اوسنۍ خبرې له ستونزو سره مخ شوي دي، په دې مهمه پروسه کې د بيان ازادۍ برخليک د يوې سترې لاسته راوړنې په توګه څه دی؟

  • ویسا

ويسا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې کرونا ويروس ته په اشارې سره ليکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې په زياتېدو دي داسې ښکاري چې افغانان په ځانګړي ډول کابل مېشتي له يو ستر انساني ناورين سره مخ کېدونکي دي.

ورځپاڼې د سيګار وروستي ګواښ ته په اشارې سره چې ويلي و د افغانستان روغتیايي برخه کمزورې ده او نه‌شي کولای کرونا ويروس کابو کړي ليکلي، د عامې روغتيا وزارت ويلي که قرنطين په سمه توګه پلی نه‌شي په ميليونونو کسان په دې ويروس اخته او د سلو زرو څخه زياد به ووژل شي.

د ليکوال په باور د حکومت لپاره د کرونا ويروس سره مبارزه لومړيتوب نه‌لري.

د ويسا ورځپاڼې په حواله، لومړی بايد د ټسټ ظرفيت له سلهاوو څخه زرهاوو ته پورته شي د دې لپاره چې د ليکوال په خبره که ظرفيت همدا وي ممکن په ميليونونو کسان ونيسي، خو موږ ته به همدغه کم شمېر ويل کېږي.

د مقالې ليکوال همداراز د حکومت له لوري د وچې ډوډۍ د وېش په اړه هم انتقاد کړی.

ليکوال ويلي د حکومت له لوري خلکو ته د وچې ډوډۍ د وېش لپاره يوځای راټولېدل خپله د قرنطين نقض دی.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې د ايرانيانو له لوري د افغان مهاجرينو ځورول تر بحث لاندې نيولی.

د سرمقالې په حواله ایران ويلي د ۵۷ افغان مهاجرو سيند ته اچول او د يو شمېر وژل دروغ خبره ده.

خو د ورځپاڼې په حواله هغه مطالب چې د دې پېښې د خپلوانو له لوري ويل شوي د دې ښکارندویي کوي چې داسې يو څه پېښ شوي.

XS
SM
MD
LG