د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام
د کرکټ افغان لوبډله سبا له نیوزیلنډ سره د لوبې ډګر ته وځي
د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې سبا شنبه افغانستان له نیوزیلنډ سره مخ کېږي.
دا لوبه د انګلستان په تاونټون ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر اوسه د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا او استرالیا په وړاندې دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللې دي.
خو د نیوزیلنډ ټیم د سریلانکا او بنګله دېش په وړاندې دواړه لوبې ګټلې دي.
د افغانستان ټیم سبا په داسې حال کې له نیوزیلنډ سره سیالي کوي چې د دې ټیم توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګانه د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جامه ووت.
شهزاد محمدي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو.
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې شهزاد د زنګون د ژوبلېدو له کبله له دغو سياليو بهر شوی دی.
د کرکټ بورډ رئيس عزيزالله فضلي وايي چې د شهزاد پر ځای به ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خېل ډېر ژر له ملي لوبډلې سره يو ځای شي.
د يادونې ده چې شهزاد محمدي د نړيوال جام په دوو تمريني او دوو رسمي سياليو کې د خرابې لوبېدو له امله تر سختو نيوکو لاندې و.
بل خوا د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې پرون استراليا ويسټ انډیز ته ماته ورکړه.
د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او استراليا ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
استراليايي لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زيان سره ويسټ انډيزۍ لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په زيان سره ۲۷۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۵منډو په توپير بايلوده.
کولټر ناير چې د اسټراليا په ګټه يې په ۶۰ بالونو چټکې ۹۰ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
نن د استرالیا او ویسټ اندیز د کرکټ ټیمونه د لوبې ډګر ته وځي
په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن استرالیا او ویسټ اندیز ټیمونه له یو بل سره لوبه کوي.
پرون هند د جنوبي افریقا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه.
دا د کړکټ د روان نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د هند لومړۍ لوبه وه، خو جنوبي افریقا له دې مخکې له انګلند او بنګله دېش سره دوه لوبې کړې وې چې دواړه یې بایللې دي.
پرون بله لوبه د نیوزیلنډ او بنګله دېش ترمنځ وه چې نیوزیلنډ وګټله.
افغانستان هم په دې جام لوبو کې دوه لوبې کړي، یوه له استرالیا او بله له سریلانکا سره چې دواړه یې بایللي او بله لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له نیوزیلند سره کوي.
د کرکټ نړیوال جام، هندوستان او جنوبي افریقا لوبه کوي
د کرکټ د ٢٠١٩م کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن هندوستان له جنوبي افريقا سره لوبه کوي.
دغه لوبه به د انګلستان په ساوت همپتن لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيلېږي.
د دغو لوبو په لړ کې پرون سريلانکا افغانستان ته د ٣٤ منډو په توپير ماتې ورکړه.
افغانستان سریلانکا ته د ۳۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله
د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان پرون سریلانکا ته د ۳۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله.
په پرونۍ لوبه کې سریلانکا وکولای شول چې ۲۰۱ منډې هدف وټاکي، خو د افغانستان لوبډلې په ۳۳م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړای شوې.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ټیمیې ځینې کمزورۍ درلودې چې یو شمېر حل شوې او هڅه کوي چې نورې ستونزې هم هوارې شي.
د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان بله لوبه د شنبې په ورځ د نیوزیلاند له ټیم سره ده.
د دې سیالیو په لړ کې نن د هندوستان لوبډله له جنوبي افریقا او بنګلهدېش له نیوزیلاند سره لوبه کوي.
افغانستان د کرکټ جام سیالیو په ترڅ کې له سریلانکا سره مخ کېږي
افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن سې شنبه خپله دوهمه لوبه له سریلانکا سره کوي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر نوید صائم ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي به په قوي اراده او لوړه روحیه د سیالیو ډګر ته ولاړ شي: "موږ اوس په هغه ځای کې یو چې شکر له هېچا کم نه ګڼل کېږو. زه کاملاً باور لرم چې زموږ ملي اتلان به د سریلانکا پر وړاندې د لوبې په ګټلو سره د اختر خوښۍ ډیرې کړي."
افغانستان په لومړنۍ لوبه کې له استرالیا سره د شنبې په ورځ لوبه وبایلله.
خو افغانستان د کرکټ د نړیوال جام لوبو تر پیل شپږ ورځې دمخه، په یوې تمریني لوبې کې د مې پر ۲۴ پاکستان ته ماته ورکړه.
د سریلانکا د کرکټ لوبډلې هم د شنبې په ورځ د نیوزیلاند پر وړاندې لوبه وبایلله.
بنګله دېش د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه
د ۲۰۱۹ نړیوال جام په پنځمه لوبه کې بنګله دېش سویلي افریقا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
دا په روانو سیالیو کې د سویلي افریقا دوهمه ماته او د بنګله دېش لومړۍ بریا ده، سویلي افریقا له دې وړاندې د انګلینډ په وړاندې لوبه بایللې وه.
د تېرې شپې په لوبه کې سویلي افریقا ټاس وګاټه او بنګله دیشۍ لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، بنګله دېش په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سویلي افریقا ته د ۳۳۱ منډو هدف وټاکه چې د مشفق الرحیم ۷۸ او د شکیب الحسن ۷۵ منډې په کې د یادولو وړ وې.
د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې که څه هم د سویلي افریقا منډه جوړوونکو تر وروستي اوره هڅه وکړه چې لوبه په خپل نوم کړي، خو ونه توانېدل او دا سیالي یې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.
نن پاکستان او انګلینډ لوبه کوي او سبا افغانستان د سریلانکا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.
پاکستان، افغانستان او سریلانکا خپلې لومړۍ لوبې بایللي او انګلینډ بیا سویلي افریقا ته په لوی توپیر ماته ورکړې ده.
نن د بنګله دېش او سویلي افریقا ترمنځ د کرکټ سیالي ده
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د بنګله دېش او جنوبي افریقا ترمنځ مسابقه پيل شوې.
د لوبې ټاس جنوبي افريقا وګاټه او د فيلنډګ کولو پرېکړه يې وکړه.
د دې سیالیو په پرونۍ لوبو کې استرالیا افغانستان ته په اوو وايکټو او نيوزیلنډ سریلانکا ته په لسو وایکټو ماته ورکړه.
کرکټ کې افغانستان استرالیا ته ۲۰۸ منډې هدف وټاکه
د افغانستان د کرکټ لوبډلې استرالیا ته ۲۰۸ منډې هدف وټاکه.
د لوبې ټاس افغانستان وګاټه، د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه، که څه هم دواړه افغان پیلونکي منډه جوړونکي حضرت ځاځی او محمد شهزاد په په لومړي او دوهم اورونو کې په صفر وسوځېدل خو ترې وروسته د رحمت شاه ۴۳، حشمت شاهدي ۱۸، د ګلبدین ۳۱ او د راشد خان تېزو ۲۷ منډو هدف له دوه سوه پورته کړ.
افغان لوبغاړي هم د پاکستاني او سریلانکا یي لوبغاړو په شان د ټاکلو پنځوسو اورونو په لوبولو ونه توانېده.
اوس به استرلیا د د یاد هدف په تعقیب لوبه پیلوي.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې تر ډېره له راشد خان، حمید حسن، مجبب ځدراڼ او محمد نبي نه تمه کېږي چې د استرلیا لوبغاړي د یاد هدف پوره کېدو ته پرېنهږدي.
افغانستان له استرالیا سره د کرکټ سیالي پیل کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن شنبه د جون د میاشتې په لومړۍ نېټه د کرکټ د نړیوال جام لپاره په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پیل کړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه لومړۍ مسابقه د استرالیا په وړاندې ده چې د لوبې بچه افغانستان وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
دا سیالي د برېستول ښار د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر خپله لوبډله ډاډه دی چې له استرالیا به لوبه وګټي.
عزیزالله فضلي وایي:
"زه ډاډ لرم چې زموږ ملي لوبډله به ښه لوبه وکړي، استرالیا ښه لوبډله لري او له پوره تیارۍ سره راغلې، خو زه پر خپلو لوبغاړو باوري یم."
د کرکټ د نړیوال جام لپاره په سیالیو کې د ویسټ انډیز لوبډلې پاکستان ته سخته ماته ورکړه.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې هم په تمریناتي مسابقو کې پاکستان ته ماته ورکړې وه.
د کرکټ د نړیوال جام لپاره به نن بله سیالي د سریلانکا او نوي زیلنډ ترمنځ ده.