د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام

د کرکټ په نړیوال جام کې هند او نیوزیلنډ سره لوبېږي

د نیوزیلنډ دوه لوبغاړي
د نیوزیلنډ دوه لوبغاړي

د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه د هندوستان او نیوزیلنډ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ځي.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د انګلستان په نتنګهم لوبغالي کې د افغانستان پر وخت دوه بجې پیل شي، خو د باران له امله ځنډېدلې ده.

په روانو سیالیو کې نیوزیلنډ تر دې دمه درې سیالۍ کړي او درې واړه يې ګټلي، هندوستان هم په خپلو دواړو سیالیو کې بریا خپله کړې ده.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا اسټرالیا د ۴۱ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.

پاکستان د ټاس په ګټلو د توپ اچونې پریکړه وکړه.

اسټرالیا د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۴۹ اورونو کې پاکستان ته ۳۰۸ منډې هدف وټاکه چې پاکستان یاد هدف پوره نه شو کړای او یاده يې سیالي يې د ۴۱ منډو په توپیر وبایلله.

د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم شول

د کرکټ ۱۵ ملي لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلۍ وسپارل شوې
د کرکټ ۱۵ ملي لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلۍ وسپارل شوې

د افغانستان حکومت د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم کړل.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه کوټو لرونکي دا اپارتمانونه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې هغه مهال د ولسمشر له لوري منظور شوي وو چې افغان لوبډله د شل اورونو د ۲۰۱۴ نړیوال جام سیالیو ته لاره موندله.

د خبرپاڼې په حواله د کورونو ساختماني چارې د څو کلونو په موده کې د ښار جوړولو د وزارت له لوري پای ته ورسېدې چې نن د ېوې غونډې پرمهال د کرکټ د ملي لوبډلې ۱۷ حاضرو لوبغاړو ته يې کیلۍ وسپارل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاتې لسو لوبغاړو ته چې اوس مهال په نړیوال جام سیالیو کې لوبېږي د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به ورته کورونه تسلیم شي.

د پاکستان او استراليا ترمنځ مسابقه پيل شوه

د پاکستان د کرکټ یو تن لوبغاړی ناصر جمشېد
د پاکستان د کرکټ یو تن لوبغاړی ناصر جمشېد

په انګلستان کې د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د پاکستان او استراليا ترمنځ مسابقه پيل شوه.

پاکستان چې د انګلستان په ټاونټن «Taunton» لوبغالي کې د لوبې پچه يا ټاس‌يې وګاټه، استراليا ته‌يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړله.

اسټرالیا تر اوسه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې درې لوبې کړي چې دوې يې ګټلي او يوه بايللې ده.

پاکستان په درېیو لوبو کې یوازې یوه ګټلې ده.

د دوی لوبه په ټاونټون ښار کې په ځايي وخت له غرمې مخکې پيلېږي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د انګلستان او ولز په کورب‌توب پیل شوی.

افغان لوبډله به هم راتلونکې شنبه خپله څلورمه سیالي د جَنوبي افریقا په وړاندې وکړي.

دواړو ټیمونو ویلي چې د مخته تګ لپاره‌یې د شنبې سیالي خورا مهمه ده.

شهزاد محمدي ګواښ کړی چې له کرکټه به لاس واخلي

افغان کرکټر شهزاد محمدي
افغان کرکټر شهزاد محمدي

د افغانستان د کرکټ لوبډلې وتلي غړي، شهزاد محمدي ګواښ کړی چې له کرکټه به لاس واخلي.

شهزاد دا خبرداری ځکه ورکړی چې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې هغه د کرکټ د نړیوال جام لپاره په پاتې سیالیو کې د برخې اخېستلو وړ نه دی.

شهزاد د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ښه بېټسمن او ويکېټ کیپر دی.

هغه د نړیوال جام لپاره د افغانستان په دوو سیالیو کې ګډون وکړ. افغانستان دواړه سیالۍ سریلانکا او اسټرالیا ته ور وبایللې.

خو د کرکټ بورډ چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د شهزاد زنګون زخمی دی او له دې امله په نورو سیالیو کې د ګډون وړ نه‌دی.

رويټرز خبري اژانس نن د جون په ۱۱مه، لیکلي چې شهزاد کابل ته تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، که هغوی ما نه غواړي، زه به له کرکټه لاس واخلم.

شهزاد ۳۲ کلن دی.

هغه ویلي چې ډاکترانو ورته ویلي چې په څو ورځو کې به یې زنګون ښه شي.

د نړیوال جام کرکټ، جنوبي افریقا له وېسټ انډیز سره لوبېږي

د وېسټ انډیز دوه لوبغاړي
د وېسټ انډیز دوه لوبغاړي

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام کې نن دوشنبه جنوبي افریقا او وېسټ انډیز سره په خپلو کې مسابقه کوي.

په انګلستان او وېلز کې د دغو روانو مسابقو په لړ کې هندوستان پرون خپله دوهمه لوبه له استرالیا د ٣٦ منډو په توپير وګټله.

د لندن په اووال لوبغالي کې هند د لوبې پچه يا ټاس‌يې وګاټه، د بېټېنګ کولو پرېکړه‌يې وکړه.

هندوستان د ٥ لوبغاړو په سوځېدو په ٥٠ اورونو کې اسټراليا ته د ۳۵۳ منډو هدف وټاکه.

خو اسټراليا ونه‌توانېد دغه هدف پوره کړي، په ٥٠ اورونو کې يې ټول لوبغاړي په‌داسې حال کې وسوځېدل چې يوازې يې ٣١٦ منډې کړې وې.

د پرونۍ مسابقې غوره لوبغاړى شیکر داون وټاکل شو چې د هند لپاره‌يې په ١٠٩ توپونو ١١٧ منډې وکړې.

هندوستان د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې خپله لومړۍ مسابقه تېره چهارشنبه له جنوبي افريقا په ٦ وېکټو ګټلې وه.

شهزاد محمدي: ناحقه د نړیوال جام له ټیم څخه ایستل شوی یم

افغان کرکټر شهزاد محمدي
افغان کرکټر شهزاد محمدي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړی شهزاد محمدي وايي چې دی په ناحقه د نړیوال جام له ټیم څخه ایستل شوی دی.

شهزاد په نړیوال جام کې د ملي ټیم تر لومړیو دوو پرله‌پسې ماتو وروسته له ټیم وایستل شو.

شهزاد محمدي پرون له لندنه کابل ته ورسېد او له رسنیو سره‌یې د کابل په هوايي ډګر کې خبرې وکړې: "ناجایزه یې لېرې کړی یم. د هر یو لوبغاړي خوب وي چې نړیوال جام کې ولوبېږي. ۲۰۱۵ میلادي نړیوال جام کې یې هم ونه لوبولم. پنځه کاله مې انتظار وکړ دلته راغلم. دا دی بیا یې بهر کړم. زه به اوس ۲۰۲۳ ته بیا انتظار کوم."

محمدي وايي چې ده له ډاکتر سره خبرې کړې وې او د لوبو اجازه‌یې هم ورکړې وه.

اخوا د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې شهزاد محمدي ژوبل دی او معاینه‌یې ډاکترانو او د کرکټ نړیوالې شورا تصدیق کړې ده.

د بورډ چارواکي وايي چې د شهزاد پر ځای ځوان لوبغاړی اکرام علي‌خېل ته چانس ورکړل شوی دی.

خلکو په ملي لوبډله کې وروستیو بدلونو ته منفي او مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

هند په نړیوال جام کې خپله ۲مه لوبه له اسټرالیا وګټله

ارشیف/ د هند د کرکټ دوه لوبغاړي
ارشیف/ د هند د کرکټ دوه لوبغاړي

د هند د کرکټ ملي ټيم د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې خپله دوهمه لوبه له اسټرالیا وګټله.

هند پرون یکشنبه اسټرالیا ته د ۳۵۳ منډو هدف ورکړی و اسټرالیا په ۳۱۶ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د دې لوبې غوره لوبغاړی شیکر دون و چې د هند لپاره‌یې ۱۱۷ منډې جوړې کړې.

داون وویل: "تر ټولو ښه خبره دا ده چې زموږ هر یو لوبغاړی لوبه کوي. زه هم ډېر خوښ یم چې د لوبې غوره لوبغاړی انتخاب شوم او جایزه مې واخیسته. موږ ښه فېلډېنګ کوو، ښه کېچونه مو واخیستل او ډېر متوازنه ټیم یو."

هند تر دې مخکې جنوبي افریقا هم ماته کړې او بله لوبه له نیوزیلنډ سره کوي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې نن دوشنبه جنوبي افریقا او وېسټ انډیز سره مخ کېږي.

په نړیوال جام کې چې د جولای تر ۱۴مې دوام کوي، تر دې دمه نیوزیلنډ په درېیو بریاو لومړی مقام او افغانستان په درېیو ماتو وروستی ځای لري.

هندوستان نن د استراليا د کرکټ ملي ټيم ته د ٣٥٣ منډو هدف وټاکه

ارشیف
ارشیف

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن هندوستان د استراليا ملي ټيم ته د ٣٥٣ منډو هدف وټاکه.

د لندن په اووال لوبغالي کې د دې مسابقې پچه يا ټاس هندوستان وګاټه او د بیټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.

په ټولو ٥٠ اوورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٥٢ منډې وکړې.

اسټراليا تر اوسه دوه مسابقې کړي چې يوه يې له افغانستان او بله یې له ويسټ انديزه ګټلې ده.

هندوستان تر اوسه يوه مسابقه کړې چې له جنوبي افريقا يې ګټلې ده.

پرون د دغو مسابقو په لړ کې نيوزيلنډ افغانستان او انګلستان بنګله دېش ته ماته ورکړه.

افغانستان خپله پرله پسې درېیمه لوبه پرون نیوزیلنډ ته وبایلله

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبغاړي
د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبغاړي

په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان خپله پرله پسې درېیمه لوبه پرون نیوزیلنډ ته وبایلله.

افغانستان لومړی بیټنګ او ښه پیل وکړ، خو وروسته یې ژر ژر لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې په 41 اورونو کې نیوزیلنډ ته 173 منډې هدف وټاکه.

د نیوزیلنډ لوبې ټاکلی هدف په 32 اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې توګه یې له افغانستانه پرونۍ لوبه وګټله.

په پرونۍ لوبه کې د باران له کبله وقفه هم راغله.

په همدې ورځ د کرکټ د نړیوال جام په یوه بله سیالۍ کې کوربه هېواد انګلستان بنګله دېش ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ انګلستان وکړ او بنګله دېش ته یې د ۳۸۷ منډو لوړ هدف وټاکه، خو بنګله دېش د ټولو بغاړو په سوځېدو 280 منډې جوړې کړی شوې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له نیوزیلنډ سره خپل بخت ازمایي

د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډله

افغانستان نن د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړيوال جام سیالیو کې له نیوزیلنډ سره لوبه کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر دې مخکې په نړيوال جام سيالیو کې له استرالیا او سریلانکا سره مخامخ شوی او دا دواړې لوبې يې بايللې دي.

بل لور ته د نيوزیلنډ لوبډلې هم له سریلانکا او بنګله دېش سره لوبې کړي چې دواړه يې ګټلې دي.

نننۍ لوبه د انګلستان په تاوټن ښار کې د افغانستان په وخت په پنځو بجو پیلېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG