د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام
د کرکټ په نړيوال جام کې سبا افغانستان له هندوستان سره لوبه کوي
د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ نړيوال جام د سياليو په لړ کې سبا افغانستان له هندوستان سره مسابقه کوي.
د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو به دغه مسابقه د انګلستان د ساوټ امپټُن په لوبغالي کې وشي.
افغانستان چې په دغه نړيوال جام کې يې خپلې تېرې ٥ مسابقې بايللي، د جدول په پاى کې دى.
خو هندوستان چې له څلورو مسابقو يې ٣ ګټلي، يوه يې د باران له کبله نه ده شوې.
د کرکټ نړيوال جام د مسابقو په لړ کې نن د ماسپښين پر دوو بجو د انګلستان او سريلانکا ترمنځ مسابقه کېږي.
دغه مسابقه به د ليدز په لوبغالي کې وشي.
د کرکټ نړیوال جام، اسټرالیا او بنګلهدېش سره مخ کېږي
ټاکل شوې ده چې د کرکټ په نړیوال جام کې نن د پجنشنبې په ورځ اسټرالیا او بنګلهدېش مسابقه وکړي.
د پنځوس اورونو پهدې نړیوالې سیالۍ کې پرون د چهارشنبې په ورځ نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.
د نیوزیلنډ کپټان ویلیمسن ۱۰۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
له دې بریا سره نیوزیلنډ د جدول سر ته وخوت او نیمه پایلوبې ته د جنوبي افریقا د وتلو چانس له دې ماتې سره تقریباً لهمنځه ولاړ.
دا لوبې په انګلستان او وېلز کې روانې دي او د جولای په ۱۴مه بهیې پایلوبه وي.
د کرکټ په نړیوال جام کې نن سویلي افریقا د نیوزیلنډ په وړاندې
د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه روانه ده.
د لوبې پچه نيوزیلنډ ګټلې او سویلي افریقا ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.
په روانو سیالیو کې سویلي افریقا څلور لوبې کړي، درې يې بایللي او یوه يې ګټلې ده، نيوزیلنډ بیا په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه يې د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې ده.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې انګلنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د نومرو د جدول لومړی ځای خپل کړ.
افغانستان به خپله شپږمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د هندوستان په وړاندې ترسره کړي.
ګلبدین نایب هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې لوبغاړو شخړه کړې
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپټان ګلبدین نایب هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې پرون د افغان لوبغاړو تر منځ شخړه شوی دی.
ګلبدین نایب پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خبریالان دې پهدې اړه له امنیتي کسانو او د ټیم له مدیر وپوښتي او که له ده دا پوښتنې کېږي نو کنفرانس به پریږدي.
ګلبدین نایب وویل:"زه پهدې اړه هېڅ نه یم خبر. دا نه د ټیم او نه هم زما لپاره کومه غټه خبره ده. زه ان نه یم خبر چې څه شوي. موږ مدیر لرو امنیتي کس لرو تاسو ورشئ له هغو وپوښتئ. موږ په څه نه یو خبرو. زه ځم که څوک دا ډول پوښتنې کوي."
اسوشیټېډ پریس لیکلي، د ځینو رپوټونو پر اساس پرون د انګلستان په وړاندې تر ماتې وروسته له افغان لوبغاړو کوم عام کس په یوه رسټورانټ کې ویډیو اخېستې او دوی وروسته سره شخړه کړې.
د خبر له مخې د مانچستر پولیسو ویلي چې دوی رسټوانټ ته ورغلل څوک یې نهدي نیولي خو څېړنې یې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ کرکټ بورډ پهدې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم پرون د انګلستان لهخوا د ۳۹۸ منډو هدف پوره نه شو کړای او لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپیر وبایلله.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام د دې لوبې د لیدلو لپاره پرون افغان ولسمشر اشرف غني هم د انګلستان مانچستر ښار ته تللی و.
د افغان ټیم راتلونکې لوبه د شنبې په ورځ له هند سره ده.
ولسمشر غني په مانچستر کې د افغان کرکټ لوبډلې سیالۍ ګوري
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د انګلستان په مانچستر ښار کې د انګلستان د کرکټ له لوبډلې سره سیالي لري.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو په مانچستر کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د نننۍ سیالي لپاره ښه ځانونه تیار کړي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د بریتانیې د حکومت په بلنه هغه هېواد ته تللی، نن په مانچستر کې د افغانانو د لوبې سیل ته ناست دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د هند د کرکټ له لوبډلې او د دوشنبې په ورځ به له بنګله دېش سره مخامخ شي.
د کرکټ د نړیوال جام لپاره سږکال دا سیالۍ په انګلستان او وېلز کې کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه خپلې ټولې مسابقې بایللي دي.
افغان کرکټ لوبډله نړیوال جام سیالیو کې له انګلستان سره مخ کېږي
افغانستان به نن سې شنبه د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام سیالیو کې له انګلستان سره مخامخ شي.
دا مسابقه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۲ بجې د مانچستر په اولډ ترافورد لوبغالي کې پیلېږي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې مسابقې د لیدو لپاره لوبغالي ته ځي.
د افغانستان د لوبډلې تېز بالر افتاب عالم لوبغالي ته د ولسمشر ورتګ تشویقوونکی بولي.
دی وايي: "موږ خپله هڅه کوو، تیاری مو نیولی او ولسمشر هم زموږ د تشویق لپاره راځي."
افغانان هیله لري چې د افغانستان ملي لوبډله نن پهدې سیالۍ کې بریالۍ شي.
افغانستان تېرې ۴ لوبې د اسټرالیا، نیوزیلند، سریلانکا او جنوبي افریقا په وړاندې بایللې دي.
د کرکټ نړېوال جام کې بنګلهدېش او ويسټ انډيز سره لوبېږي
د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن دوشنبه د بنګلهدېش او ويسټ انډيز ترمنځ مسابقه کېږي.
د افغانستان پر وخت ماسپښين پر دوو بجو به دواړه ټيمونه د انګلستان په تانتون لوبغالي کې مسابقه کوي.
په پرونۍ مسابقه کې هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه يا ټاس پاکستان وګاټه، خو هندوستان ته يې بلنه ورکړه چې لوبه پيل کړي.
هندوستان په ٥٠ اوورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٣٦ منډې وکړې.
څرنګه چې باران وشو، نو پاکستان ته په ٤٠ اوورونو کې ٣٠٢ منډې په کار وې.
پاکستان د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يوازې د ٢١٢ منډو په کولو وتوانېد او لوبه يې د ۸۹ منډو په توپیر پر هندوستان بايلوده.
تمه ده، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا سې شنبه له کوربه انګلستان سره د مانچستر په لوبغالي کې لوبه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني به هم چې دا مهال په بريتانيا کې دى د دې مسابقې ليدو ته ورشي.
نن د هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د سیالۍ ډګر ته وځي
د کرکټ د نړیوال جام لپاره په روانو سیالیو کې نن د مارچ په شپاړسمه د هند او پاکستان لوبډلې سره مخامخ کېږي.
د دواړو رقیبو هېوادونو د کرکټ د لوبډلو ترمنځ مسابقې ته ميلیونونه وګړي له تلوسې ډک انتظار کوي.
د هند د کرکټ لوبډله د ویرات کوهلي تر مشرۍ لاندې لوبه کوي چې تر اوسه یې دوه سیالۍ ګټلي او یوه یې بې نتېجې پاتې ده.
د پاکستان لوبډلې چې سرفراز احمد یې په سر کې دی، یوازې یوه لوبه ګټلې او دوه یې بایللې دي.
د کرکټ د نړیوال جام لپاره د هند او پاکستان دا سیالي به په اولډ ترفورد لوبغالي کې وي.
د هند له لوري سونیل ګواسکر په یوه کالم کې د کرکټ شورا ته لیکلي چې د پاکستان لپاره به د دې سیالۍ بایلل ډېره ګرانه تمامه شي.
د کرکټ د نړیوال جام لپاره سیالۍ په انګلستان او وېلز کې دي.
د کرکټ د نړيوال جام په سياليو کې افغان لوبډلې څلورمه ماته وخوړه
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوال جام په سياليو کې افغان لوبډلې پرله پسې څلورمه ماته وخوړه.
که څه هم افغان کرکټ ملي لوبډلې د سويلي افريقا پر وړاندې دغه لوبه چې پرون شنبه ترسره شوه، پوره چمتووالی نيولی و، خو کمزوری بيټنګ يې يو ځل بيا د سترې ماتې لامل شو.
د افغانستان لپاره حضرت ځاځي او نور علي ځدران نسبتاً ښه پيل وکړ او لومړۍ ویکټه په ۳۹ منډو لاړه، خو په نورو لوبغاړو کې پرته له راشده چې ۳۵ منډې يې وکړې، چا خاصه توپوهنه ونه کړه او ټوله لوبډله په ۳۵م اوور کې په ۱۲۶ منډو وسوځېده.
د سويلي افريقې لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۲۹م اوور کې د يوې ویکټې په زيان سره پوره او لوبه يې د ۹ ویکټو په توپير وګټله.
دا په روانو سياليو کې له درېيو پرله پسې ماتو وروسته د سويلي افريقې لومړۍ بريا وه چې ترلاسه يې کړه.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله راتلونکې لوبه د جوون په ۱۸مه د کوربه انګلستان پر وړاندې په مانچستر کې وکړي.
د دې لوبې ليدو ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره پلاوی هم ورځي.
د کرکټ سيالۍ: له ويسټ انډيز سره د انګلستان سیالۍ
د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام د سيالو په لړ کې د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ مسابقه روانه ده.
د انګلستان په ساوت هامپټون «Southampton» لوبغالي کې د دې لوبې پچه يا ټاس انګلستان ته وګاټه، خو ويسټ انډيز ته يې د لوبې د پيلولو بلنه ورکړه.
پرون د باران له کبله د هندوستان او نيوزيلنډ ترمنځ مسابقه ونه وشوه.
په انګلستان او وېلز کې د دغو مسابقو په لړ کې سبا شنبې افغانستان له جنوبي افريقا سره د مسابقې ډګر ته وځي.
په پام کې ده د وېلز په کارديف لوبغالي کې دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پنځه بجې پيلېږي.