د ۱۳۹۸ کال انتخابات
سادات: د ولسي جرګې د انتخاباتو د کابل د رأیو بیا شمېرنه پیل شوه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له نېږدې اوو ورځو ځنډ وروسته یې نن پنجشنبه د ولسي جرګې د انتخاباتو د کابل رأیې شمېرل پیل کړل.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل چې دواړو کمېسیونونو د کابل د رأیو د بیا شمېرلو پر نوي مېکانیزم هوکړه کړې او له مخې يې د رأیو بیا شمېرل پیل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د انتخاباتو کمېسیون هڅه کوي د دې اوونۍ او راتلونکې اوونۍ تر پایه د نورو ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ يې د ولسي جرګې د کابل ولایت ټولې رأيې باطلې اعلان کړې.
د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني خبریالانو ته وویل چې دغه پرېکړه يې په انتخاباتو د پراخه درغلیو او انتخاباتي جرمونو له امله کړې ده.
د ۳ نورو ولایتونو د انتخاباتو لومړني نتیجې اعلان شوې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د درې نورو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پرون نتیجې اعلان کړې.
دا کمېسیون د بلخ، فاریاب او بدخشان ولایتونو لومړني نتیجې داسې مهال اعلانوي چې له تېرې پنجشنبې راهیسې د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره د کابل د رأیو پر سر چې د دې ولایت ټولې رأیې یې باطلې اعلان کړي، په لانجه کې دی.
تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له غزني پرته چې پهکې انتخابات نهدي شوي د ولسي جرګې لپاره د ۲۳ ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان کړي دي.
ټاکل شوې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو نهایي نتیجې د قوس په ۲۹مه اعلان کړي.
د انتخاباتو کمېسیون د شکایتونو د کمېسون پرېکړه رد کړه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د شکایتونو د کمېسون پرېکړه رد کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل چې دا پرېکړه سیاسي او غیر قانوني ده او د احساساتو له مخې شوې ده.
د دې کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل چې له دوی سره هېڅ مشوره نهده شوې او یوازې د دوی اداره د داسې پرېکړو صلاحیت لري.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نن د پنجشنبې په ورځ د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رأیې باطلې اعلان کړې.
د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني خبریالانو ته وویل چې پرېکړه یې د قانون د موادو له مخې کړې او یو عمده دلیل یې د کابل په انتخاباتو کې د درغلۍ رپوټونه وو.
د اکټوبر په ۲۰مه د افغانستان به ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات وشول.
د تخنیکي ستونزو له امله، په ۴۰۰ حوزو کې د اکټوبر په ۲۱مه هم انتخاباتو دوام وکړ.
په کندهار کې ټاکنې تر اصلي نېټې یوه اوونۍ وروسته وشوې او کمېسیون ټاکلې چې په پسرلي کې د غزني انتخابات هم وشي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلام کړې دي.
د سټولټنبرګ سپارښتنه: د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست بریالي انتخابات به دې هېواد ته د سولې او ثبات پر لور په حرکت کې لار هواره کړي.
سټولټنبرګ سپارښتنه کړې چې د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي څو شفافو ټاکنو ته زمینه برابره شي.
هغه پرون چهارشنبې د ډسمبر ۵مه، په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، طالبان باید وپوهېږي چې د جګړې دوام یوازې د خلکو کړاو زیاتوي او هېڅ بله ګټه نه لري.
سټولټنبرګ پر طالبانو غږ وکړ چې د مذاکرو لپاره تیار شي.
د ناټو عمومي منشي له افغانستان سره د ناټو د غړو د همکارۍ او مرستې پر دوام ټینګار وکړ.
هغه وویل چې د افغانستان ثبات او سوله یوازې د افغانانو نه بلکه د دوی لپاره هم په ګټه دي.
هغه نیکولاس کې په افغانستان کې د ناټو تړون د نوي ملکي استازي په توګه معرفي کړ.
په ۵ ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په پینځو ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.
د کمېسون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد پرون، شنبه په کونړ، نورستان، سمنګان، سرپل او میدان وردګ ولایتونو د ګټونکو نومونه واخېستل.
د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کې ترسره شول.
د کندهار ټاکنې تر هغه یوه اوونۍ وروسته وشوې.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې په غزني کې انتخابات به د جمهوري ریاست له ټاکنو سره یوځای د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د حمل په ۳۱مه وشي.
کمېسیون په تخار او خوست کې د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ماښام په تخار او خوست کې د ترسره شویو پارلماني انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تخار په ولایت کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دې کسانو تر نورو ډېرې رأیې ترلاسه کړې دي.
ده کمېسیون اعلان وکړ:
"عبدالله بېک ۱۳۷۶۳ رأیې، رئیس عبدالباقي ملکزاده ۸۴۸۴ رأیې، محمد عالم ساعي ۷۷۶۹ رأیې، انجنیر امیر محمد خاکسار ۶۹۸۵ رأیې، ډاکتر سید اشرفالدین عیني ۶۸۸۱ رأیې، غلام سرور سعادت ۶۸۵۱ رأیې، ډاکتر حمید الدین یولداش ۶۳۶۹ رأیې، حبیبه دانش ۵۸۳۷ رأیې، نظیفه یوسفي بېک ۴۸۸۸ رأیې."
د ټاکنو خپلواک کمېسون بیا په خوست کې د ولسي جرګې د انتخاباتو څلور مخکښ کاندیدان داسې یاد کړي:
"کمال ناصر اصولی ۷۵۵۶ رأیې، انجنیر هلمند هلمند ۴۲۸۱ رأیې، غفار خان ۴۱۳۲ رأیې، ډاکتر محمد موسی خاورین ۳۸۰۸ رأیې، ساهره شریف ۲۵۴۴ رأیې."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه پورې د شااوخوا ۱۳ ولایتونو د ولسي جرګې لومړني نتایج اعلان کړي او په راتلونکو څو ورځو کې به د نورو ولایتونو هم اعلان شي.
صیاد: د جمهوري ریاست د انتخاباتو مهالوېش نن اعلانېږي
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو او د غزني د پارلماني انتخاباتو تقویم «مهالوېش» یې نهايي کړی دی او نن بهیې اعلان کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسون رئیس عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره چې د ترسره کېدو نېټهیې لا دمخه د حمل د میاشتې ۳۱مه نېټه اعلان شوې تقویم «د بېلابېلو مرحلو مهالوېش» چمتو شوی او نن چهارشنبه به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په یوې علني غونډه کې تصویب شي.
نوموړي وویل چې د غزني پارلماني انتخابات به هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.
ښاغلي صیاد زیاته کړې چې د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به چې یوځای ترسره کېږي، د ولسمشرۍ له انتخاباتو څو میاشتې وروسته د وږې «سنبلې» په ۳۰مه نېټه ترسره شي.
دمخه تر دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې نښې نېښانې ښودلې وې چې ګوندې څلور واړه انتخابات په یوځای ترسره کول غواړي، خو د سې شنبې په ماښام د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد وویل، جغرافیوي، اقلیمي، تخنیکي او نور مواردو ته په پام دا غوره ده چې د ولسمشرۍ انتخابات د غزني د پارلماني انتخاباتو سره یوځای ترسره شي او د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات څو میاشتې وروسته شي.
د انتخاباتو کمېسیون د ۵ ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون شپه د پنځو ولایتونو د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلان کړې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه خبري کنفرانس کې د لغمان، کاپيسا، پنجشیر، زابل او نیمروز پایلې ولوستې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر وویل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې قادر قلاتوال، حمیدالله توخي او زهرا توخي له زابل نه کامیاب شوي.
منیر ترهخېل، محمد رفیع مموزی، محمد عالم قرار او زیفنون صافۍ د لغمان مخکښ کاندیدان دي.
میرداد خان نجرابي، حیدر افضلي، اقبال صافی او خدیجه الهام هم له کاپيسا څخه په ابتدايي لېست کې راغلي.
په پنجشیر کې زلمی نوري او راحله سلیم بریالي شوي او فریده احمدي او ګل احمد میرزاد هم له نیمروزه تر نورو مخکې دي.
تر دې مخکې د دایکنډي، بامیان، جوزجان، فراه او ارزګان ابتدایي پایلې هم اعلان شوې وې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي بدیع صیاد د رأیو د شمېرلو په اړه د شفافیت د کارونې ډاډ ورکړ او ویېویل، که خلک د ټاکنو په پایلو شکایت ولري کولای شي خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.
د انتخاباتو کمېسیون د پنځو ولایتونو انتخاباتي پایلې اعلان کړې
د افغانستان دانتخاباتو د خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د پنځو ولایتونو لومړني پایلې اعلان کړې.
د دغې کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد رسنيو ته وویل چې په دې ولایتونو کې فراه، بامیان، ډایکندي، ارزګان او جوزجان شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د یو شمېر ولایتونو انتخاباتي پایلې هم اعلان کړي.
حقپرست: نن جمعه د ۱۰ ولایتونو د انتخاباتو لومړي نتایج اعلانيږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن جمعه په لسو ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړي نتایج اعلان کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هغه ولایتونه نهدي ښودلي چې نن یې نتایج اعلانېږي، خو د دې کمېسیون مرستیال ویاند مېرزامحمد حقپرست تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا لس ولایتونه په لومړۍ کټهګورۍ کې و.
ښاغلي حقپرست زیاته کړه:
"د لسو ولایتونو ابتدايي نتایج به په دوهم د قوس اعلان شي او کوښښ کوو چې په تدریجي ډول د لس لس یا پنځو پنځو ولایتونو نتایج هم اعلان ته وسپارو."
د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د میزان په ۲۸ او ۲۹ مه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول، خو په کندهار کې دا انتخابات یوه اوونۍ وروسته- د لړم په پنځمه نېټه وشول.