د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د ۱۳۹۸ کال انتخابات

د انتخاباتو کمېسیون سبا د ۱۰ ولايتونو د رأيو لومړني نتايج اعلانوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په پام کې لري سبا جمعه د ۱۰ ولايتونو د رأيو لومړنۍ نتيجې اعلان کړي.

دغه کمېسيون وايي، لا هم د ځينو ولایتونو رأیې د ډل‌بندۍ مرکز او همدا شان له بایو مټریک دستګاوو سرور ته نه‌دي داخلې شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست پرون ازادي راډيو ته وویل:

"د لسو ولایتونو د رأیو لومړني نتایج به د قوس پر دوهمه اعلان شي، هڅه کېږي چې په ډېرو لنډو ورځو کې به د قوس له دوهمې نيولې په تدریجي ډول د کټه‌ګورۍ په لحاظ د لسو-لسو یا پنځو ولایتونو د رأیو نتایج اعلان شي."

دا لا څرګنده نه‌ده دا ۱۰ ولايتونه کوم دي؟ چې د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د رأيو لومړنۍ نتيجې يې اعلانېږي.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني نتایج د عقرب پر ‍۱۹مه اعلان شي.

جنبش ګوند: عبد الرشید دوستم به انتخاباتو کې ځان کاندید نه کړي

د افغانستان ملي اسلامي جنبش وايي، د دې ګوند مشر عبد الرشید دوستم به په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید نه‌کړي.

د جنبش ګوند یوه غړي احمد ته‌ینج نن ازادي رادیو ته وویل، دوی به پوره قوت سره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ونډه واخلي، خو د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال پُسټ ته به د دوستم پر ځای بل څوک کاندید کړي.

تراوسه ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبدالله د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو د خپلې کاندیداتوری خبره کړې ده.

هاشمي: د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش به نن یا شنبه اعلان شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش به نن یا د شنبې په ورځ اعلان کړي.

د دې کمېسیون ویاند او غړی سیدحفیظ الله هاشمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه خبرې وکړې:

"د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د مهالوېش مسوده چمتو شوې ده. همدا چې د کمېسیون له خوا تصویب شي یا به یې نن او یا سبا د افغانستان خلکو ته رسماً اعلان کړو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

د دې کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر به د قوس یا لیندۍ په ۲۴ پیل او د مرغومي یا جدي تر ۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

له ۲۷ ولایتونو د انتخاباتو رأی پاڼې او مواد کابل ته رسېدلي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له ۲۷ ولایتونو څخه د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی پاڼې او مواد په بشپړه توګه کابل ته رسېدلي دي.

د دې کمېسیون غړی او ویاند سید حفیظ‎الله هاشمي، د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، له نورو ولایتونو څخه د رأیو په انتقال کې د ځنډ سبب د هوا سړښت دی.

سید حفیظ‌الله هاشمي زیاته کړه:

"له ۲۷ ولایتونو څخه ټول مواد مرکز ته رسېدلي دي. شپږ ولایتونه چې پاتې دي، متأسفانه هوا ښه نه‎ده او الوتکې ورته الوتنې نه‎شي کولای، دغلته لا هم انتخاباتي مواد پاتې دي او کابل ته نه‎دي رسېدلي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د لیندۍ میاشتې په دوهمه نېټه به له کابل پرته د ټولو ولایتونو د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلانوي او د لیندۍ د میاشتې په ۱۰مه به د کابل ابتدايي نتایج اعلان کړي.

تمه کېږي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتایج به تر هغې یوه میاشت وروسته یعنې د مرغومې په میاشت کې اعلان شي.

مرتضوي: د کندهار خلکو په ټاکنو کې په ګډون طالبانو ته سخت ځواب ورکړ

د افغانستان حکومت وايي، د کندهار خلکو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون له لارې، وسله والو طالبانو ته کلک ځواب ورکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون بې ساری و او دا بهیر منظم او په امن کې سرته ورسېد.

شاه حسین مرتضويوویل:

"د افغانستان خلکو یو وار بیا د قانون د حاکمیت ټینګولو، د ډموکراسۍ او ولسواکۍ ټینګولو لپاره خپل تعهد څرګند کړ."

له نېش او معروف ولسوالیو پرته په نور کندهار کې پرون د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.

د اکټوبر په ۱۹مه په کندهار کې په وسله واله حمله کې د هغه ولایت امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس ووژل شول او والي سخت زخمي شو.

له دې امله پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې انتخابات یوه اوونۍ وځنډول شي.

په کندهار ولایت کې نن د ولسي جرګې لپاره انتخابات کیږي

په کندهار ولایت کې نن د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کیږي.

له کندهار څخه ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.

د تیرې اونۍ له امنیتي پیښې وروسته چې له امله يې دا منيي قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن ووژل شول،په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شول.

د کندهار د انتخاباتو د کمیسیون مشر نعمت الله وردګ پرون ازادي رادیو ته وویل چې د رای ورکولو بهیر به د سهار له ۷ پیل او د ماذدیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.

" رای ورکونکې دې سهار په ۷ بجو د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.د ماذدیګر تر څلورو بجو مونږ رسمي وخت لرو خو بیا هم که څوک هلته پاتې وي او کتار کې ولاړ وي زمونږ قانون دی چې خپل کار ته دوام ورکړو."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا په کندهار ولایت کې شاوخوا پینځه لکه اوشپیته زره کسان د رای ورکولو پر شرایطو برابر دي چې د رای ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي.

صیاد: د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف ترسره شي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف او په جدي ډول ترسره شي.

د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه کوي تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په خبره شااوخوا څلور میلیونه کسانو خپلې رأیې وکارولې.

ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ په کندهار کې ټاکنې وشي، خو د غزني د انتخاباتو په اړه کومه نېټه نه‌ده ټاکل شوې.

مایک پنس افغانانو ته د انتخاباتو د بري مبارکي ویلې

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس افغانانو ته د انتخاباتو د بري مبارکي ویلې ده.

سپینې ماڼۍ نن سې شنبه د اکټوبر ۲۳مه په یوه بیان کې د مایک پنس په حواله لیکلي چې افغانانو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډون له لارې د ډموکراسۍ د پرمختګ ضمانت وکړ.

پنس دا خبرې پرون له ولسمشر غني سره په ټيليفوني مکالمه کې کړې دي.

هغه د افغانستان د انتخاباتو د تنظیموونکو او امنیتي ځواکونو ستاینه کړې چې دا بهیر یې ښه رهبري او تنظیم کړی و.

پنس همداراز له امریکايي او نړیوالو ځواکونو مننه کړې چې د افغان حکومت ښه ملاتړ یې کړی دی.

د ولسي جرګې انتخابات د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځو له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کې ترسره شوو.

په کندهار کې به د راتلونکې شنبې په ورځ انتخابات وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، وروستۍ پایلې ښايي چې په قوس کې اعلان شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي:

"د وسله‌والو طالبانو له تهدیدونو سره هم افغانان د رأیو مرکونو ته ولاړل او د خپلې رأیې په مرسته‌یې خپل غږ اوچت کړ."

د ولسمشر محمد اشرف غني پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې مایک پنس د کندهار د امنیه قوماندان او د امنیت رئیس په وژل کېدو هم خواشیني څرګنده کړې ده.

صیاد: د رأی ورکولو په شرایطو برابرو ۴۵ فیصده خلکو رأیه کارولې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې شااوخوا څلورو میلیونه کسانو رأیه ورکړه.

څه باندې اتو میلیونه خلکو د رأی ورکونې لپاره نومونه ثبت کړي وو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد پرون ماښام د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأی ورکونې د بهیر د ختمېدو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې په مجموع کې د رأی ورکولو په شرایطو برابرو ۴۵ فیصده خلکو رأیه کارولې ده.

هغه وویل چې د ټاکنو د شفافیت لپاره به د هغو مرکزونو رأیې دقیقې وڅېړل شي چې د درغلیو او زورواکو شکایتونه ترې شوي.

د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځو په ۴۵۷۶ مرکزونو کې وشول.

د انتخاباتو کمېسیون وویل، په کندهار کې به چې انتخابات‌یې ځنډول شوي راتلونکې شنبه انتخابات ترسره کړي.

ټاکنو کمېسيون: د انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ځينو ولايتونو کې د پرونيو انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې ده.

د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې په يوه کنفرانس کې وويل، دغه موارد څېړل کېږي:

"په اکثرو سيمو کې زورمندانو د پوليسو د درېشۍ احترام هم نه‎دى کړى، غوښتل يې په زوره مرکزونو ته ننوځي او په زوره يې هڅه کړې له بايومټريک وسيلې څخه چې شفافيت منځ ته راوړي استفاده ونه‎شي. دا ټول به په دقيقه توګه څېړل کېږي او هغه صندوق به باطل اعلانېږي."

ښاغلي صياد د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ځينې نيمګړتياوې او ګډوډۍ تأييد کړې خو ټينګار يې وکړ چې هڅه شوې دغه انتخابات په شفافه توګه ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG