د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د ۱۳۹۸ کال انتخابات

انتخاباتو کمېسیون: لا تر اوسه یوه تن ځان رسماً کاندید کړی

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم‌لیکنې په لومړۍ ورځ یوازې یوه تن ځان رسماً کاندید کړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نوم‌لېکنې د بهیر د پیل په لومړۍ ورځ دوو کاندیدانو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته مراجعه وکړه، خو یو تن یې د ځینو ستونزو له کبله د کاندید په توګه ثبت نه شو.

ښاغلي سادات همدا راز وویل چې د جدي له لومړۍ تر دوولسمې نېټې پورې ۷۳ تنو معلوماتي کڅوړې اخېستي او د روانې جدي میاشتې تر پایه پورې د ولسمشرۍ کاندیدان خپل نومونه د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې ثبتولی شي.


حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق په انتخاباتي ټکټ سلا شوي

ارشیف، حنیف اتمر د ملي امنیت پخوانی سلاکار
ارشیف، حنیف اتمر د ملي امنیت پخوانی سلاکار

حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره په یوه انتخاباتي ټکټ سلا شوي دي.

د حنیف اتمر د ټیم یوه باوري غړي ازادي راډیو ته وویل، حنیف اتمر د انتخاباتي ټکټ د بشپړولو لپاره یونس قانوني د خپل لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه انتخاب کړي.

یاده سرچینه وایي، درې واړه کسان به د کاندیداتورۍ د رسمي ثبت او اعلان لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولاړ شي.

له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار له ټیم سره د دوهم مرستیال په توګه د محمد محقق د ټاکل کېدو په اړه هم اوازې خپرې شوې وې، خو د وحدت اسلامي ګوند دا اوازې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره رد کړې.

د انتخاباتي ټکټونو د بشپړېدو هڅې داسې وخت ګړندۍ شوي چې د ولسمشرۍ کاندیدانو د ثبت بهیر نن د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شو.

عبدالطیف پدرام انتخاباتو ته د کاندید په توګه نوم‌لیکنه وکړه

ارشیف، عبدالطیف پدرام په یوه غونډه کې د وینا پر مهال
ارشیف، عبدالطیف پدرام په یوه غونډه کې د وینا پر مهال

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نوم‌لیکنه نن رسماً پیل کړه.

د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون نه د ازادي راډیو د همکار د خبر له مخې عبدالطیف پدرام لومړنی کس و چې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د کاندید په توګه‌یې نوم‌لیکنه وکړه.

د ښاغلي پدرام لومړی مرستیال احسان‌الله حیدري او دوهم‌یې محمد صادق وردګ دی.

مخکې تر دې محمد حکیم تورسن هم د نوم‌لیکنې لپاره کمېسیون ته ورغلی، خو د دوهم مرستیال د نه‌حاضرېدو له امله‌یې نوم‌لیکنه وځنډېده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو نوم‌لیکنه به د جدي د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې دوام وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سرطان د میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ مشر، یوسف رشید نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا بهیر له وخته مخکې پیل او هدف‌یې د انتقادونو مخنیوی دی.

په همدې حال کې، د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت په نوم سیاسي حزب رد کړه چې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق به د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار په انتخاباتي ټیم کې شامل شي.

د دې حزب ویاند عباس اګاه نن په یوه بیان کې چې ازادي راډیو ته استول شوی، ویلي چې محمد محقق به د وحدت اسلامي حزب له لوري په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ثبتوي.

د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې رسمي بهیر نن پېل شو 

ارشیف/ د انتخباتو د خپلواک کمېسیون کارکوونکی د نوم لیکنې پر مهال
ارشیف/ د انتخباتو د خپلواک کمېسیون کارکوونکی د نوم لیکنې پر مهال

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې رسمي بهیر نن پنجشنبه د جنورۍ په ۳مه، پیل شو.

د ازادي راډیو خبریال وایي چې د کاندیدۍ لپاره یو شمېر کسان هم رامخکې شوي، خو رسماً د چا د نوم د ثبتېدو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت په نوم سیاسي حزب رد کړه چې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق به د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار په انتخاباتي ټیم کې شامل شي.

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت حزب ویاند عباس اګاه نن په یوه بیان کې چې ازادي راډیو ته استول شوی، ویلي چې محمد محقق به د وحدت اسلامي حزب له لوري په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ثبتوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د سرطان په میاشت کې دي.

يوناما د ولسمشرۍ انتخاباتو د نېټې د مشخص کېدو هرکلى وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د ولسمشرۍ انتخاباتو د نېټې د مشخص کېدو هرکلى وکړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پرون وويل چې د جمهوري رياست انتخابات به د ولسوالۍ شوراګانو، ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې له ځنډېدلو انتخاباتو سره يوځاى د چنګاښ يا سرطان پر ٢٩مه وشي.

يوناما نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې باور لري دغه نېټه له فعالانو، مدني ټولنې او حکومت سره تر مشورې وروسته مشخصه شوې ده.

يوناما د راتلونکو انتخاباتو د تفصيلي جدول د خپرولو او په ټول بهير کې د معلوماتو پر شريکولو ټينګار کړى دى.

جمهوري رياست پرون وويل چې حکومت به د دغو څلورو انتخاباتو لپاره د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړي.

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري پرون وويل:

"د افغانستان حکومت چمتو دى چې راتلونکو انتخاباتو کې چې په سرطان مياشت کې کېږي له کميسيون سره هر ډول همکاري وکړي چې سرتاسري او شفاف انتخابات ترسره شي."

تردې مخکې په پام کې وه چې د جمهوري رياست انتخابات د راتلونکي لمريزکال د وري يا حملې پر ٣١مه وشي.

چخانسوري: ارګ چمتو دی چې د انتخاباتو له کمېسيون سره همکاري وکړي

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري
د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري

جمهوري رياست وايي، د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون او د ولسمشرۍ او درېيو نورو انتخاباتو په ترسره کېدو کې همکاري کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پرون وويل چې د ولسمشرۍ انتخابات به په درېيو مياشتو ځنډ يعنې د چنګاښ يا سرطان پر ٢٩مه وشي.

د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تېر ماښام په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، په‌دې ورځ به هم‌مهاله د ولسمشرۍ، د ولسواليو شوراګانو، ولايتي شورا او د غزني د ولسي جرګې ځنډېدلي انتخابات وشي.

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري پرون رسنيو ته په يوه لېږل شوي غږيز پيغام کې وويل:

"د افغانستان حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړې ته احترام لري. هغه مختلف ملحوظات چې دوى په خپله پرېکړه کې اشاره کړې ده د هغو په پام کې نيولو سره افغان حکومت چمتو دى چې راتلونکو انتخاباتو کې چې په سرطان مياشت کې کېږي له کمېسيون سره هر ډول همکاري وکړي چې سرتاسري او شفاف انتخابات ترسره شي."

تر دې مخکې په پام کې وه چې د جمهوري رياست انتخابات د راتلونکي لمريز کال د وري يا حمل پر ٣١مه وشي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، په چنګاښ مياشت کې د څلورو انتخاباتو ترسره کېدو پورې به پيل کړي اصلاحات بشپړ کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وځنډېدل

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات له پخوانۍ نېټې وځنډېدل.

د افغانستان د اتنخاباتو د خپلواک کمېسيون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات نن ازادي راډیو ته وویل چې نوې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د جمهوري ریاست انتخابات د حمل د میاشتې په ۳۱مه وشي.

د دغه کمېسیون د ویاند یوه بل مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي هم نن اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د رأیې ورکوونکو د لېستونو کتل او تأیید او د بایوميټریک سېستم د استفادې لپاره د مسلکي کسانو روزل زیات وخت غواړي.

ابراهیمي ویلي چې له دې امله ټاکنې وځنډېدې، ځکه دا مسئلې په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره مهمې دي.

په همدې حال کې د کمېسيون چارواکي وايي چې هېڅ کاندید د جمهوري ریاست لپاره نوم نه دی ثبت کړی.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې ابتدايي بهیر رسماً د جدي په لومړۍ نېټه پيل شو.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د نوماندانو نوم‌لیکنه سبا شنبه پیلېږي

میرزا محمد حق‌پرست
میرزا محمد حق‌پرست

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر سبا شنبې، د مرغومي په لومړۍ نېټه رسماً پیل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست ازادي راډیو ته وویل چې د دې کار لپاره تیارۍ له مخکې نیول شوې دي.

"د مرغومي لومړۍ نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوم‌لېکنې پیلېږي. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بشپړه تیاري او چمتووالی لري او د نوم‌لیکنې پروسه به له شنبې ورځې څخه تر ۱۲ ورځو پورې دوام وکړي."

د انتخاباتو د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست به د مرغومي په اتلسمه او وروستی د سلواغې په ۲۶ اعلان شي.

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل په ۳۱ نېټه ترسره شي.

په بلخ کې د انتخاباتو کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر دروازه بنده شوه

په بلخ کې نن سې شنبه د ډسمبر۱۸مه، یو شمېر اعتراض کوونکو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر دروازه بنده کړه.

په بلخ کې هغو کاندیدانو چې ولسي جرګې ته د بریالیو کاندیدانو په ابتدايي لېست کې یې نومونه نه‌دي خپاره شوي او د هغوی لسګونه پلویانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مخې ته اعتراضي مظاهره وکړه.

په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‌یيز دفتر مشر عزت الله امان نن ازادي راډیو ته وویل چې اعتراض کوونکو د رأیو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کوله.

د عزت الله امان په وینا، یو شمېر اعتراض کونکو وسلې درلودې.

د کندهار، هلمند، هرات او کندز د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.

د دغه کمېسیون په وېب‌پاڼه بېګاه ناوخته دا نتایج اعلان شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د پایلو په اړه اعتراض لرونکي اشخاص تر دوو ورځو پورې حق لري چې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره خپلې عریضې ثبت کړي.

په دې اساس له کابل، ننګرهار، پکتیا او بغلان پرته د ټولو ولایتونو ابتدايي نتایج اعلان شوي چې د ځینو پخوانیو وکیلانو تر څنګ ګڼې نوې څېرې پارلمان ته وتلې دي.

په غزني کې تر اوسه د ولسي جرګې انتخابات نه‌دي شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG