د امریکا او اوکراین چارواکي د جینوا په خبرو اترو کې د پرمختګ خبره کوي. د دواړو هېوادونو چارواکي پرون یکشنبه په جینوا کې جرګه شوي وو او د هغه وړاندیز شوي پلان په اړه یې خبرې وکړې چې متحده ایالتونو د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف جوړ کړی دی.
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي. په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ د کور په کور د واکسین د تطبیق غوښتنه کوي.
د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د زعفرانو د کښت او تولید په کچه کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دغه وزارت مرستیال په هرات کې د زعفرانو د جشنوارې په لومړۍ ورځ وویل چې سږ کال په ۱۲ زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د نړیوال بانک لخوا پروژو او قراردادي شرکتونو د پیسو د بیا ورکړې د بهیر د پیل اعلان کړی دی. د وزارت خبرپاڼه وايي نړیوال بانک له قراردادي شرکتونو شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر پوروړی دی، چې ټاکل شوې دا پیسې په څلورو پړاونو کې ورکړي.
د اوکراین چارواکي چې اروپايی ملاتړ ورسره دی نن (د نومبر په ۲۳مه) په جینیوا کې امریکايي چارواکو سره غونډه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې دپلان په اړه خبرې کوي . د کیف متحدین وايي دغه ۲۸ ماده ییز پلان ترډیره د مسکو ګټې خوندي کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ډلې اعلان کړی، چې ۱۲،۹ میلیونه افغان ماشومان د شري، اسهال او نورو ناروغیو له خطر سره مخ دي. UN Volunteer Afghanistan په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ټینګار کړی چې روغتیايي خدمتونو ته د دې ماشومانو لاس رسی خورا مهم دی.
نور راوښيه