نن چهارشنبه، د نومبر ۲۶مه، د ترانسپورت نړیواله ورځ ده. خو افغانستان کلونو راهیسي د منظم ترانسپورت په برخه کې له پراخه ننګونو سره مخ دی. د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې وايي د منظم ښاري ترانسپورت نشتوالی، غیر معیاري سړکونه او په دې برخه کې کمه پانګونه د سفر پر مهال جدي ستونزي رامینځ ته کوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازولۍ د افغانستان په ختیځ کې وروستي هوایي بریدونه غندلي او له امنیت شورا څخه یې د پاکستان پر ضد د اقدام غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي له پاکستانه غوښتي چې د روغې جوړې خبرو ته دې ستون شي.
د کابل د سینماګانو زړې کیسې؛ اویا کلن همایون تندر کوي. دی د هند د سینما ستوری درمندر هم یادوي چې په وروستیو کې یې ساه ورکړه. هندي فلمونه د طالبانو له راتګ سره د نړۍ د نورو فلمونو په څیر د افغانستان په سینماو کې ممنوع شوې دي.
د افغانستان په درېوو ولایتونو له تازه هوايي بریدونو وروسته، کوم چې طالبان یې پړه پر پاکستان وراچوي خو پاکستان یې ردوي، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د تاجیکستان له سفیر سره د سیمې د امنیت او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د پلان له مخې، ځینې سیمې"عملا د روسیې برخه پیژندل کیږي"او اوکراین به خپل ځواکونه د دونیڅک هغې برخې څخه باسي چې تر اوسه یې تر واک لاندې ده. خو د اروپا وړاندیز کې دا ډول څه نشته. د امریکا پلان د "بشپړې عفوې" غوښتنه هم کوي، خو اروپا وايي باید"د جنګ د قربانیانو کړاونو ته رسیدګي وشي."
د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. خو افغانستان کې یو شمېر مېرمنې وایي سره د جنسیت پر بنسټ د کورنیو په ګډون له بېلابېلو لوریو له زور زیاتي سره مخ دي.
نور راوښيه