په واشګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د شکرګزارۍ (ټنکس ګیفینګ) له رختصۍ یو ورځ مخکې د امریکا ملي ګارد پر دوو سرتېرو د یو شکمن افغان وګړي له برید وروسته، د امریکا حکومت اعلان کړی چې «د اندېښنې وړ» هېوادونو د وګړو د ګرین کارټونو «بشپړه او جدي» بیا ارزونه پیلوي.
په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو کې د ودانیزو شرکتونو مسوولان وايي، پاکسان سره د لارو په بندیدو سره د سېمېنټو بیې لوړې شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو، اېن، اېچ، سي، ار) خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په ګڼ شمیر د افغان کډوالو له ستنېدنې سره، اړتیاوې په زیاتیدو دي، امکانات په کمیدو.
د امریکا د متحد ایالتونو په پلازمینه واشنګتن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتیرو تر برید وروسته پریکړه وشوه چې د یوشمیر افغان کډوالو د کډوالۍ د اسنادو بیا ارزونه وشي. دا امر په داسې وخت کې شوی چې د چهارشنبې د برید له امله یوه سرتیره له اخیستو ټپونو مړه شوه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل زنداني مشر عمران خان روغتیا ته ژوره اندیښنه څرګنده کړه. د دې ګوند مشران وروسته تر دې اندیښمن شوې دي چې له یوې مودې راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د عمران خان لیدو ته خلک نه ورپریږدي. په خواله رسنیو کې د عمران خان د مرګ او ژوند په اړه بیلابیلې اوازې خپرې شوې دي.
د افغانستان د وزلوبې او نیزې وهلو فدراسیون وايي، د وزلوبې غوره لیک اووم پړاو سیالۍ به د لیندۍ یا قوس په شلمه نېټه په کابل کې پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې سپینې ماڼۍ ته نژدې برید کوونکی افغان دی. هغه ویلي، برید کوونکی ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له حکومته تښتیدلی او اوس یې د ملي ګارد پر سرتیرو برید کړی دی.
یو شمېر سیاسي کارپوهان وایي پاکستان د ګاونډیو هېوادونو د ملاتړ په خپلولو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ضد خپلو اقداماتو ته د مشروعیت ورکولو لپاره، د افغانستان اړوند خپلې ډيپلوماتيکې هلې ځلې زیاتې کړې دي.
نور راوښيه