د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، د محمد داوود الکوزي په نوم هغه افغان تبع یې نیولی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې په ټیکزاس ایالت کې د حملې ګواښ کړی و. دغه وزارت نن یکشنبه د دې خبر ترڅنګ په هغه هیواد کې په بېلابیلو جرمونو کې د ښکېلو ۶ نورو افغان اتباعوو نوملړ هم خپور کړی دی.
افغان الاصله ډنمارکۍ نادیه ندیم د طلاي پښې Golden Foot د جایز په ګټلو سره د نړیوالو فوټبالرانو په لیکه کې ودرېده. اغلې ندیم وايي له ډېرو سختیو او کلونو خواریو وروسته یې د ډنمارک د فوټبال ملي لوبډلې ته لاره موندلې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه مکتوب جزییات رسنیز شوي چې د خپل ارتباطي چینل له لارې یې د متحده ایالتونو ټولو سیاسي استازولیو ته استولی دی.
اروپايي ټولنه وايي چې د ټولو لپاره د زده کړو زمینه برابرول د یوې باثباته او له تاوتریخوالي پاکې راتلونکې د ترلاسه کولو کلي ده. خو له زده کړو شمېر محرومې نجونې وايي چې یوازې خبرې او بیانونه بسنه نه کوي، او له عملي اقداماتو پرته د دوی او په افغانستان کې د راتلونکو نسلونو راتلونکې له خطر سره مخ ده.
داوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ، په داسې حال کې چې روسیې بریدونو ته زور ورکړی او کیف د ادارې فساد رسوایۍ سره لاس ګریوان دی ، ګړندیو ډیپلوماټیکو هلوځلو ته مخه کړې. زیلینسکي یو پلاوی امریکا ته لیږلی او خپله پاریس ته ځي.
افغانستان کې د کبانو کاروباریان او پیریدونکي وایي چې دې شپو ورځو کې د کبانو بیه لوړه شوې ده. دوی یې لامل پاکستان سره د لارو بندېدل بولي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما ټینګار کړی چې افغان ښځو ته باید په ټولنه کې د ګډون د حق د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځنۍ کمپاین په پنځمه ورځ یوناما نن په یو بیان کې وايي هیڅ هیواد د ښځو په منزوی کولو پرمختګ نه شي کولای.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغان پاسپورټ لرونکو ته یې د ویزو ورکول ځنډولي دي. د دغه وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي چې دا قدم د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره اخیستل شوې دی.
د پاکستان حکومت یو وار بیا ویلي، چې د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان له خاورې استفاده، د سیمې او نړۍ لپاره په یوې جدي اندېښنې بدله شوی ده.
اسرائیلي پوځ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) وویل چې د سوریې په جنوب کې یې د بیت جَن په کلي کې د عملیاتو موخه د یوې «ملېشه ډلې د غړو نیول» و.
نور راوښيه