د طالبانو او د پاکستان حکومت تر منځ د شخړو د حل لپاره دا ځل په سعودي عربستان کې غونډه شوې خو دا خبرې هم بې پایلې پایته رسېدلي دي.
په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې نن ماسپښین به د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې د اعدام علني حکم اجرا شي. خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له وسلو او کمرو د پیښې ځای ته ورشي.
د افغانستان د بیلابیلو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي د دوی د کورنۍ غړي او ملګري په دې ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته کمزورۍ شوي او ځینې یې ان مړه شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ نن د ډسمبر لومړۍ نیټه په دوحه کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپل بحثونه پيلوي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې دوحې ته د بېنېټ سفر ګټور بولي او وایي، کولای شي یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام د بشري حقونو وضعیت ته واړوي.
نور راوښيه