ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر نښتو یوه ورځ وروسته د سیمې اوسېدونکې وايي اوس مهال هلته وضعیت ارام دی. دوی وايي دا نښته پرون ناوخته پیل شوې وه او نږدې ۵ ساعته یې دوام وکړو. د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په داسې حال کې نړۍ کې عصري طب ورځ بلې ته د پرمختګ په حال کې دی، یو شمېر افغانان لا هم دودیز طب یا شکسته بند ته مراجعه کوي. دوی وايي ډېری وخت د هډوکو د ماتېدو، درد او د بدن د غړو وتلو لپاره شکست بند یا د دوی په خبره د سنتی طب ماهرینو ته مراجعه کوي چې ځینو ته ګټور خو ځینو ته په تاوان اوښتي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي د پاکستان په کراچۍ بندر کې د اور لګېدنې په پېښه کې د افغان سوداګرو یو شمېر سوداګریز کانتینرونه هم سوځېدلي دي. د دې خونې مسول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د سوداګریزې اتشې په مشرۍ یو پلاوی اوس مهال په سیمه کې دی.
نور راوښيه